د افغان پوځ شپږ زده کوونکي د شنبې په ورځ په لومړي ځل د پاکستان له یو پوځي روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
دغه افغانانو د پاکستان د کاکل په پوځي اګادمۍ کې ۱۸ میاشتې زده کړې وکړې، پاکستان په دغې اکاډمۍ کې بهرنیانو ته پوځي روزنې ورکوي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې، معمولا له یو لړ پیچ او خم سره ملې وې، کابل او اسلام اباد د یو بل پر ضد د ترهګرو او سله والو طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي.
د پاکستان ولسمشر مامون حسین د کاکل د پوځي اکاډمۍ د محصلینو د فراغت په غونډې کې په خاص ډول افغان پوځیانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او وویل " هغوی به خپلو هېوادونو ته له ستنېدو سره سم د پاکستان د استازو په توګه د خلکو په منځ کې محبت خپروي."
دغه افغانان داسې مهال د پاکستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغیږي، چې طالبانو تازه د افغان حکومت پر ضد د تازه بریدونو اعلان کړی، چې له کبله یې پر افغان امنیتي ځواکونو، چې له اورپکو سره په یوازې ځان مبارزه کوي، فشارونه زیات شوي دي.
کله چې، محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې ولسمشر شو، له پاکستان سره یې ستونزې یوې خوا ته کېښودې او د نویو اړیکو د پیلولو هلې ځلې وکړې او په دغه لړ کې يې پاکستان ته ځينې افغانان د پوځي زده کړو لپاره واستول.
خو، وروسته اړیکې بیا ترینګلې شوې او افغان چارواکي ټېنګار کوي، چې اسلام اباد د افغان حکومت پر ضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو او نورو د ملاتړ نه لاس نه دی اخیستی، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.