د لاس رسي وړ اتصالات

له طالبانو سره د پخلاینې په اړه په اسلام آباد کې خبرې وشوې


له طالبانو سره د پخلاینې په اړه په اسلام آباد کې خبرې وشوې
له طالبانو سره د پخلاینې په اړه په اسلام آباد کې خبرې وشوې

امریکا له پاکستان نه غواړي چې په ګاونډي افغانستان کې د سولې په خبرو کې یو رول ولوبوي چې بهرنیو قواوو ورڅخه په وتلو پیل کړیدی. د دریو هیوادونو مامورانو د لوړې سحطې د څلورم پړاو د خبرو لپاره پرون د سه شنبی په ورځ په اسلام اباد کې غونډه وکړه.

په دغو خبرو کې په افغانستان کې د لس کلن جنجال په حل باندې ټینګار وشو.

د پاکستان، افغانستان او امریکا ډیپلوماتانو په یو لړ پراخه موضوعاتو باندې خبرې وکړې خو د طالبانو د ځینو عناصرو سره پخلاینه اساسي موضوع وه.

له افغانستان نه د خارجي پوځونو د وتلو وروستۍ نیټه ۲۰۱۴ کال دی. د کابل حکومت دې ته لیواله دی چې دغه جنجال ته د حل یوه لاره پیدا کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معین جاوید لودین وویل، دی اسلام اباد ته ددې پیغام سره راغلی دی چې په ژر پرمختګ باندې ټینګار کوي مګر د وینو تویولو د پای ته رسولو په لور دې هم مشخص پرمختګ وشي:

زماني پیغام دا وو چې د پاملرنې پیغام ورسوي. دا زما په هیواد کې د وضعیت انعکاس دی. مګر د همکارﺉ پیغام هم دی چې هغه نتیجه ورکړي چې موږ یې غواړو.

درې واړو خواوو دا خبره وکړه چې پخپله باید د افغانانو په مشرﺉ کوښښونه وشي چې د سولې موافقې ته سره ورسیږي مګر نور سیمه ایزه قدرتونه دې ورسره مرسته او ملاتړ وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن چې د سه شنبې د ورځې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، دا مهمه ده چې پاکستان د سولی د خبرو ملاتړ وکړي. مګر هغه زیاته کړه چې د افغانستان ټول ګاونډیان باید د افغان په نقشه سولې ټینګولو او د افغانستان په راتلونکي سوکالی کې ونډه ولری:

موږ درې واړه پدې عقیده یو چې ګاونډیان او د افغانستان نژدی ګاونډیان بیساری مهم رول لری چې نه یوازی دافغانانو په مشری دپخلانی په ملاتړکې ئې ولوبوی بلکه په اقتصادی برخه کې هم باید ولوبوی.

دغه ماموران وائې، دسیمه ایزه تجارت زیاتوالی به دافغانستان په اقتصادی پرمختګ کی یومهم رول ولوبوی چې دا په داسی یوهیواد کې دسولی لپاره یومهم ګام دی چې ډیرو ئې مخدره موادو او جنګ ته مخه کړیده چې خپلی اړتیاوی ورباندی پوره کړی.

په امریکایې هیآت کې چې پرون دسه شنبی د ورځې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، په پاکستان کې دامریکا سفیر کیمرون مونټر او په افغانستان دامریکا نوی سفیر ریان کراکر شامل وو.

ددغې مهمی ډلې غړو ومنله چې بل پړاو خبرې باید ډیر ژر وشي. دوی د یو لړ پراخو خبرو طرح هم وکړه چې هدف ورڅخه په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د سولې او ثبات ټینګول دي.

XS
SM
MD
LG