د لاس رسي وړ اتصالات

د لاریو او بسونو سینګارولو هنر کورنیو توکو ته غځېدلی


په پاکستان کې "ټرک آرټ" يا پر لاریو او بسونو نقاشي اوس له سړکونو څخه کورنیو توکو ته رسېدلې ده.

په پيښور کې يو انځورګر د روښانه رنګونو له لارې په چاينکو، پيالو، بايسکلونو او نورو توکو ګلکاري کوي چې اوس يې نه يوازې د سیمې بلکې د بهرنيو هيوادونو د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

که لوښي، د سپورت وسايل، د کورني استعمال توکي لکه چاينکې، بايسيکلونه او داسې نور په ګلانو، پاڼو او د طبيعت په نور ښکلاګانو او روښانه رنګونو سینګار شي، نو د کتونکو پام خپلوي.

پر لویو موټرو باندې د نقاشۍ او انځورګرۍ دغه فن د لاریو نقاشي یا "ټرک آرټ" بلل کيږي.

دا هنر د جنوبي آسیا هنري پنځونه ده چې د پاکستان برسېره په نورو هيوادونو کې هم خپل مينه وال لري.

د پېښور اوسېدونکى سير خان د تيرو ۲۶ کلونو راهيسې په دې کار بوخت دی.

هغه وايي، پخوا یې یوازې لارۍ سینګارولې، خو کله چې يې ګټه وټه کمه شوه نو خپل دغه هنر يې له لاریو څخه نورو توکو ته واړاوه.

سير خان وايي، دا نقاشي له ډېره پخوا راهیسې پر ټرانسپورټي وسیلو ترسره کېدله تر څو د لیدونکو او سپرلیو د خوښۍ وړ وګرځي. دده په خبره، د ټرانسپورټي وسیلو د پرمختګ سره دې انځورګرۍ هم وده وکړه. ځکه نو د آسونو او اوښانو د ګاډیو او بګیو څخه دغه هنر د "ټرک آرټ" يا د لارۍ نقاشۍ ته ولېږدېد.

سير خان وايي، اوس په بهر کې هم ډېر خلک دې هنر ته رامات شوي دي.

سيرخان او د هغه شاګردان وايي، په پاکستان کې د هنرمندانو او انځورګرانو کاروبار ډېر زيانمن شوی او دوی یې لامل د دولت د پاملرنې نشتوالى بولي.

دوی وايي، که په ښوونځيو او يا نورو ادارو کې ورته برخه ورکړل شي، نو دا هنر به نور هم پرمختګ وکړي.

سیر خان وویل: "د پاکستان تر ټولو بې وزله طبقه دا انځورګر او هنرمندان دي... دلته لوی لوی انځورګران زاړه شو او بې روزګار دي".

نعیم وهاب له دولس کلنۍ راهیسې له سیر خان سره ددې هنر زده کړه کړې ده.

هغه وايي، کله چې په پاکستان کې دغه کاروبار ورو شو، نو افغانستان ته ولاړ او هلته یې په مختلفو ځایونو کې د انځورګرۍ کار وکړ.

د لارۍ نقاشي يا انځور ګري د جنوبي آسیا په ګڼو هیوادونو کې د معاصرو ټرانسپورټي وسیلو د منځ ته راتګ سره وده کړې خو د کتونکو په نظر ددغه هنر ریښې د پېړیو پخوانيو هنرونو ته رسېږي چې د سیمې د خلکو ګډ فرهنګي میراث دی.

XS
SM
MD
LG