د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په دغه هېواد کې ټویټر ویب پاڼه بنده کړې


پاکستان وروسته له هغه نه د ټویټر ټولنیز ویب پاڼه په دغه هېواد کې بنده کړه چې دغې ویب پاڼې دا و نه منله چې ځیني توهینونکي انځورونه چې د اسلام د دین پر خلاف دي ایسته کړي. د پاکستان د مخابراتو د ادارې ریْس محمد یاسین وویل چې ټویټرس د فیسبوک سره په سیالۍ کې د حضرت محمد (ص) په هکله انځورونه خپاره کړل.

زیات شمیر مسلمانان د اسلام د پیغمبر انځورونه حرام ګڼي حتی که انځورونه د هغه ښېګنې هم بیان کړي.

یاسین وویل چې فیسبوک ویب پاڼې د پاکستان اندېښنې په پام کې ونیولې خو چارواکي په دې کې بریالي نشول چې د ټویټرس مسولین هم دې کار ته وهڅوي.

ښاغلي یاسین زیاته کړه چې د پرون تر نیمه شپې یې د ټویټر د مسولینو سره مزاکرات کول خو هغوي هوکړه ونکړه چې یادشوي انځورونه ایستي کړي نو فلهذا د هېواد د ټیکنالوژی د چارو د وزارت د هدایت سره سم ټویټر په پاکستان کې بند شو او تر هغه به بند وي چې یادشوي انځورونه ایسته نه کړي.

په دې اړه د فیسبوک او ټویټر مسولین د تبصرو دپاره چمتو نه وو.

XS
SM
MD
LG