د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او امریکا د ګډو ګټو او اهدافو پر بنا اړیکې د سره پیلوي


پاکستان او امریکا د ګډو ګټو او اهدافو پر بنا اړیکې د سره پیلوي
پاکستان او امریکا د ګډو ګټو او اهدافو پر بنا اړیکې د سره پیلوي

تیرکال د امریکا او پاکستان ترمنځ د کړکیچنو اړیکو شاهد و خو سږ کال دواړه هیوادونه هڅه کوي چې خپلې دوې اړخیزې اړیکې د سره تعریف کړي او د ګډو اهدافو او ګټو پر اساس یې بنا کړي ترڅو په اړیکو کې موجود شک له منځه ولاړ شي.

د پاکستان د پاره ددې خبرې معنی دا ده چې د واشنګټن سره به د دې نه وروسته لږ همکاري ولري او په ځینو مواردو کې به د پاکستان په لیوالتیا کې چې د امریکا نه مالي مرستې وغواړي هم کمی رامنځ ته کړي. دغو مالي مرستو پاکستان دې ته اړ کړی و چې پر امریکا باندي تکیه وکړي او دغه راز تر فشار لاندي و چې خپلې هڅې زیاتې کړي.

بل پلوه د امریکا دپاره به ددغه بدلون معنی دا وي چې امریکا دي په بیلابیلو برخو کې د پاکستان نه لږ تمه ولري په خاصه توګه د ګاوندی افغانستان د جګړې په مسله کې.

په مجموع کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې بدلون به د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د ترهګریزو بریدونو وروسته تر ټولو غټ بدلون وي چې د پوځي اوترهګرۍ ضد پالیسو په برخو کې راځي.

دواړو امریکايي او پاکستاني چارواکو ویلي دي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ ستر بدلون هغه مهال رامنځ ته شو کله چې د پاکستان ۲۴ سرتیري د افغانستان سره په سرحد کې د ناټو په هوايي برید کې ووژل شول او واشنګټن دا ونه منله چې د پېښه په هکله بخښنه وغواړي. دې کار یو ډول بې اعتمادۍ ته لمن ووهله.

په امریکا کې ملکي او نظامي چارواکو دغې پېښې ته د یوې سهوې خطاب وکړ او ورته یې د یوې داسي تراژیدۍ په سترګه وکتل چې د دوه اړخیزې تیروتنې په پایله کې رابرسیره شوه. دغه راز امریکایی چارواکو پر دې ټینګار وکړ چې برید لومړی د پاکستان د خوا شوی دی په داسي حال کې چې پاکستان بیا دا ادعاوې ردوي او وايي چې حمله د دوي له خوا لمڅول شوې نه وه.

د پاکستان دغه راز غبرګون په کانګرس کې د پاکستان په برخه کې داسي زهنیت پیدا کړی چې پاکستان ناشکره او بې اعتیباره ملګری دی.

د ولسمشر اوباما په حکومت کې یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې د پاکستاني سرتیرو وژل کیدو د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پر هرې برخې باندي اغیزه وکړه او هغه دریځ چې اوس پاکستان غوره کړی دی او ځان یې لیري نیولی، ښايي د نامعلومې مودې دپاره ادامه وموندي. دغه چارواکي د نورو زیات شمیر امریکايي چارواکو په څیر د موضوع د حساس توب په خاطر د خپل نوم د نه افشا کیدو غوښتنه وکړه.

پاکستان دمخه لا د امریکا نه د مرستو غوښتل چې د لسو کلونو دپاره یې ادامه درلوده درولي دي. د پاکستان سره دغه مرستې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو وروسته پیل شوې.

XS
SM
MD
LG