د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي امریکايي روزنکي دغه هیواد ته نه دي ستانه شوي


د پاکستان پوځ له دینه انکار کوي چې د امرېکا پوځي روزونکي بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي. رپوټ وايی دا اقدام به داسی څرگند کړي چې په سړو اړېکو کې بېرته تودوالی را پیداکېږي. ددغودواړو هېوادونو اړېکی د تېرکال په نومبر کې دناټو په یوه بمبارۍ کې د 24 پاکستانی عسکروله وژلو نه وروسته ډېرې سړې شولې.

د چارشنبی په ورځ د روېټرز خبري اژانس ولیکل چې د خاصو عملیاتو له لسو نه کم امرېکايی عسکر بیرته شمال لویدیځ پاکستان ته د روزنې لپاره لېږل شوي دي. خو د پاکستان د پوځ دیوه چارواکي له خوانه دا رپوټ ناسم او تیرایستونکی بلل شوی دی.

پاکستان له امریکا سره د روزنی پروگرام او د اکمالاتو لارې د تېرکال دنومبر د پېښی راهیسې بندې کړلی.

په افغانستان کې دایتلاف قواوو دغه خونړی برید یو تصادف بللی و.

بل پلوه دپاکستان یوې افراطي ډلې هغه رپوټ رد کړی دی چې وايی دوی له هغه ډاکټر سره تړاو لري چې له امریکا سره ېې د بن لادن په پیداکولو کې مرسته کړیده. د لشکر اسلامي غړیو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا ډله له ډاکټر شکیل افریدی سره هیڅ اړېکې نلري. هغوی شکیل افریدي یو خاین او داسلام دښمن وباله. دغې ډلې ویلي دی چې که دوی فرصت ولري نو دوی به خپله هغه ته سزا ورکړي.

د قبایلو د یوې محکمې د اسنادو نه چي پرون د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي او امریکا غږ ته رسیدلي دي داسي ښکاري چي په خیبر ایجنسۍ کي د قبایلو محکمې ډاکټر افریدی په دې تور ملزم کړی دی چی په سیمه کي یې د یاغیانو سره مرسته کوله. د محکمې د فیصلې له مخي دغه ډاکټر د یاغیانو د یوې لغوه شوي ډلي ( لشکر اسلام ) د قوماندانانو سره کتل او د هغوي طبي علاج یې کاوه دارو درمل یې ورکول او مالي مرستي یې ورسره کولې.

XS
SM
MD
LG