د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکو د ډرون د حملو بندېدل غوښتي


پاکستاني چارواکو د ډرون د حملو بندېدل غوښتي
پاکستاني چارواکو د ډرون د حملو بندېدل غوښتي

پاکستانی او امریکایی چارواکی وایی چی پاکستان د امریکا د استخباراتو د مرکزي اداری ( سی آی ای ) نه غوښتی چی په ملک کی د یاغیانو پرخلاف د بی پیلوټه الوتکو بمباري بنده کړي.

چارواکی وایی چی پاکستان دغه راز د امریکا نه غوښتي چی په ملک کی د امریکا د استخباراتو او د خاصو قواوو شمیر کم کړي.

د پاکستان دغه غوښتنه په داسی حال کی کیږی چی د دواړو ملکونو مشران غواړي چی خپلې خړې پړې اړیکی سره ښې کړي.

د سی آی اې مشر لیون پانیده پرون د پاکستان د آی ایس آی د مشر جنرال احمد شجاع پاشا سره ملاقات وکړ.د دی ملاقات وروسته د سی آی اې ویاند وویل چی د دغو دواړو ادارو ترمینځ همکاري همداسی ثابته ده.

پاکستانی چارواکي وایی چی د بی پیلوټه الوتکو بمبارۍ د حد نه اوښتې دي. خلک د دی حملو طرفداره نه دی او حکومت هم په عامه مظهر کی د دی حملو غندنه کړې ده، خو زیات شمیر سیاسی څیړونکي په دی نظر دي چی د دی حملو په تنظیک د امریکا سره د پاکستان لاس هم شریک دئ.

XS
SM
MD
LG