د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف واشنګټن ته راځي


د پاکستان صدر اعظم نواز شریف به راتلونکې اونۍ د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سره په واشنګټن کې وګوري.

د جون د میاشتې راهیسې کله چې هغه د پاکستان صدر اعظم شو، دا به لومړی ځل وي چې نوموړی د ولسمشر اوباما سره ګوري. د دغو لیدو کاتو په نتیجه کې تمه نه کېږي چې د ډرون د بریدونو او د افغاني طالبانو سره د پاکستان د پوځ د اړیکو په هکله په خبرو کې غټ پرمختګونه وشي.


خو د دواړو خواوو ترمنځ د شک او بې اعتمادۍ برسیره هم د صدر اعظم شریف او ولسمشر اوباما لیده کاته د دوو اړخیزو اړیکو دپاره مهم او حیاتي ګڼل کېږي.

پاکستان د خپل اقتصادي ستونزو د هوارولو او انرژۍ د ستونزې د حلولو دپاره سخت بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري.

په عین حال کې واشنگټن پر اسلام آباد باندې د افغانستان څخه راتلونکی کال د امریکايي ځواکونو په راایستلو کې د مرستې حساب کوي. دغه راز واشنګټن غواړي چې پاکستان پر افغاني طالبانو باندې د خپل نفوذ څخه کار واخلي او دې ته یې وهڅوي چې هغوي د تشدد او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د افغانستان د سیاسي بهیر سره یوځای شي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې وروسته له هغه نه چې د امریکا د پوځ په یوې حملې کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شول، خرابې شوې. همدغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هغه مهال نورې هم پسي خرابې شوې چې د ناټو په یوه هوايي برید کې د پاکستان د سرحدي قواوو په لسګونو تنه سرتیري ووژل شول.
XS
SM
MD
LG