د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د طالبانو سره خبرې د پاکستان خپل کار دی


ریچارد اولسن، په پاکستان کي د امریکا سفیر
ریچارد اولسن، په پاکستان کي د امریکا سفیر
په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچارډ اولسن وايي چې واشنګټن د پاکستان د اټومي وسلو له اړخه اندېښمن دی او دغه راز د افغانستان د وضیعت په هکله او په قبایلي علاقو کې د یاغیانو پرضد د جګړې په هکله اندېښنې لري.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې د ۲۰۱۱ کال د پیل راهیسې خړې پړې شوې کله چې د امریکا د پوځ په ځانګړو عملیاتو کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کي دننه ووژل شو.

دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه نه نورې هم خرابې شوې چې د ناټو په یو هوايي برید کې د پاکستان ۲۴ عسکر ووزل شول. خو د امریکا سفیر ریچارډ اولسن وايي چې دواړه هېوادونه اوس د خپل مینځني اړیکو د خراب حالت نه راوتلي دي.


ښاغلي اولسن دغه څرګندونې د امریکا غږ د خبریال ایازګل سره په اسلام آباد کې کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مسله چې اوس هم د بحث وړ ده هغه په پاکستان کې د یاغیانو مرکزونه او د دغو مرکزونو پرضد د امریکا د بې پیلوټه الوتکې بریدونه دي چې په پاکستان کې یوه حساسه موضوع ده.

د یادونې وړ ده چې ددې نه مخکي امریکا پر پاکستان باندي فشار وارداوه چې په قبایلي سیمو کې دي د یاغیانو پرضد اقدامات وکړي، اوس د پاکستان سفیر اولسن د ترهګرۍ په جګړې کې د پاکستان نقش وستایه خو د حقاني په شان ډلو د فعالیت په هکله یې چې اوس هم په پاکستان کې ګرځي، د واشنګټن اندېښنې هم بیان کړې.

ښاغلي اولسن دغه راز د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د خبرو په اړه مستقیمه تبصره ونکړه چي ویلي یې و چې غواړي د پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، خو د سولې د خبرو په هکله یې وویل: ،،زمونږ پالیسي دا ده چې مونږ د پاکستان د حکومت د هغه حق او صلاحیت طرفداره یوو چې په خپله خاوره کې خپله خپلواکي پلي او تطبیق کړي او دوي چې د هرې لارې نه دا کوي په خپله په دوي پوري اړه لري.،،

د چارو ځیني کارپوهان د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې مشکلات پیشبیني کوي او دا مشکلات به په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ختمېدو وروسته رابرسیره شي ځکه واشنګټن د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په هکله اندېښنې لري.
XS
SM
MD
LG