د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو اتباعو ته: پاکستان ته پر خپل سفر بیا غور وکړئ


امریکا په پاکستان کې د احتمالي بریدونو د خطر له امله خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې خېبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ترهګر په پاکستان کې د احتمالي بریدونو پر پلانولو کار کوي او هغه امریکایان چې غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي باید پر خپلې ارادې له سره غور وکړي.

په بیان کې دا هم راغلي چې ترهګر په سیاحتي سیمو، د موټرونو په تمځایونو، تجارتي مارکېټونو، هوايي ډګرونو، تعلیمي مرکزونو، روغتونونو او عبادت ځایونو باندې برید کولی شي.

په دغه بیان کې ویل شوي دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې ۴۰ ترهګریز بریدونه شوي چې له امله یې ۲۲۵ تنه وژل شوي او ۴۷۵ تنه زخمیان شوي دي.

امریکا وایې چې بریدونه زیاتره په بلوچستان، خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې شوي دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت پخوا د امریکا اتباعو ته ویلي وو چې د امنیتي عواملو له وجې پدغه هېواد کې خپل ګرځېدل محدود کړي.

XS
SM
MD
LG