د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به پاکستان کې دننه پر طالبانو د برید کولو تیروتنه ونکړي- ایاز وزیر


د پاکستان یو پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه محمد ایاز وزیر وايي چې امریکا باید له پاکستان سره له زوره کار واخلي.

هغه امریکا غږ اشنا ته په خبرو ټېنګار وکړ چې واشنګټن باید له اسلام اباد سره ټولې ستونزې د خبرو له لار حل کړي. ښاغلی وزیر وايي امریکا به د طالبانو او د حقانې شبکې د مشرانو پر ضد په پاکستان کې دننه د عملیاتو کولو تیروتنه ونکړي.

ایاز واېې پکار دا چې څلورونو هیوادونو پخواني فورم چې افغانستان،پاکستان،دامریکا متحده ایالات او چین پکشي شامل ول، ډیر ښه چوکاټ و، هغه دی بیا استعمال کړی، او د دی مسلی څه حل دی راوباسی.او په دی سیمه کې د جنگ او د توپکونو په لار مسله نوره هم خرایبږي.

ایاز وزیر د ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٠ کاله پوري د پاکستان د بهرنیو چار په وزارت کې ډاریکټر جنرال و. هغه مهال دی د پاکستان د صدراعظم لخوا د طالبانو او د شمالي اتحاد ترمنځ د شټل ډیپلوماسي د ډلی غړی و. هغه وخت د شټل ډیپلوماسۍ مقصد د افغانستان کورني جنگ ته یو سوله ایزه حل رایستل و. ایاز وزیر د قبایلي سیمې واڼه اوسیدونکی دی.

له ایاز وزیر سره د امریکا غږ د خبریال خلیل خان مرکه دلته اوریدلئ شئ:

XS
SM
MD
LG