د پاکستان د لاهور په ښار کې شنبه ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) د هوا خطرناکې ککړتیا سره د مبارزې لپاره د لومړي ځل لپاره د مصنوعي باران څخه کار واخیستل شو.
چارواکو ویلي چې باران د الوتکو څخه چې د باران وریدو ځانګړو وسایلو سمبالې وې د لاهور ښار په څه باندې لسو ځایونو یې مصنوعي باران کړی دی. دا په پاکستان کې چې په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هوا پکې ډیره ککړه وي، لومړی ځل دی چې د دې ستونزې د حل لپاره دا ډول تجربه کیږي.
د پنجاب ولایت اعلی وزیر محسن نقوي ویلي چې د مصنوعي باران وریدو دا وسایل پاکستان ته د متحدو عربو اماراتو لخوا د تحفې په توګه ورکړل شویدي.
ښاغلي نقوي پدې هکله مطبوعاتو ته وویل،" د متحدو عربو اماراتو ټیمونه د دوو الوتکو سره لس یا ۱۲ورځې وړاندې دلته را رسیدلي دي. هغوي د باران جوړولو لپاره ۴۸ ځلې لمبې وکړلې."
پخپله متحدو عربو امارتو هم پدې هیواد کې د هوا ککړتیا سره د مقابلې لپاره د مصنوعي باران څخه ګټه اخیستل ډیر کړي. د هوا د بدلون لپاره پدې ځانګړې طریقې کې د څو ډولونو مالګو څخه کار اخیستل کیږي او د مالګو دا مخلوط په وریځو کې خوشې کیږي.
په متحده ایالاتو، چین او هند کې هم د همدې ډول بارانونو څخ کار اخیستل شوی. کارپوهان وایي که لږ باران هم وشي، د هوا ککړتیا کچه خوار ډیره کموي.
په پاکستان کې په ځانګړې توګه هوا پدې تیرو څو کالونو کې ککړه شوې ځکه چې له یوې خوا پکې د ډیزل تیل ډیر کاریږي او له بلې خوا د موسمي حاصلاتو سوځیدو څخه پیدا شوی لوګی د ژمې په موسم کې هوا ته تر پورته کیدو وروسته د لوګي او لوخړې په ګډولې بدلیږي.
تر ټولو ډیره دا ډول زهرجنه هوا د پاکستان د لاهور په ښار کې لیدل کیږي چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړي. د هوا پیژندني کارپوهان وایي چې دا ډول هوا تنفس کول د انسانانو د روغتیا لپاره ناوړه عواقب لري.
د شنبې په ورځ د لاهور په ښار کې د هوا د ککړتیا کچه ۶۶ په سلو کې تر هغې اندزاې ډیره خطرناکه وه چې د روغتیا نړیوال سازمان په خطرناکه توګه د هوا د ککړتیا لپاره ټاکلی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي که یو څوک په دوامداره توګه همدې ډول هوا کې پاتې شي، د مغزې سکتې، سږي سرطان او نورو تنفسي ناروغیو اخته کیږي.
د لاهور په ښار کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره په سړکونو اوبه پاشل کیږي، د اوونۍ په وروستیو ورځو کې ښوونځي، فابریکې او مارکیټونه تړل کیږي خو لا هم ایالتي حکومتونه ددې ستونزې په حل کولو ندي بریالي شوي.
د پنجاب ایالت نوي سرپرست والي ویلي چې په کار ده د لاهور ښار په هکله دقیقې څیړنې وشي او د هوا ککړتیا ستونزې د حل کولو لپاره یو نوی پلان جوړ شي.
فورم \ دبحث خونه