د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپل ۲۴ سرتیرو په هکله د امریکا تحقیقات رد کړل


پاکستان د خپل ۲۴ سرتیرو په هکله د امریکا تحقیقات رد کړل
پاکستان د خپل ۲۴ سرتیرو په هکله د امریکا تحقیقات رد کړل

د پاکستان پوځ په رسمي توگه ، په تیر نومبرکې د افغانستان سرحد سره نژدې د ناټو په هوایي بمباریوو کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو په هکله د امریکا د څیړنو رپوټ رد کړیدی.

د پاکستان پوځ نن وویل، د پلټنې د دې رپوټ د څو برخو سره توافق نه لری او وایي چې هغه بیخي صحیح نه دی.

د امریکا د دفاع د وزارت مامورین وایي چې د نومبر د ٢٦ نېټې د حملی وجه دا ده چې د پاکستان او د امریکا په رهبرۍ د ناټو د ځواکونو ترمنځ پوره همکاري نه وه موجوده.

د امریکا په پلټنې کې همدغه راز دا هم ویل شویدي چې د امریکا ځواکونو د خپل ځان د دفاع په خاطر په ځای اومناسب عمل کړیدی .

د پاکستان پوځ نن د امریکا د پلټنو رپوټ رد کړاو وویل چې په پاکستان باندې د یو طرفه ملامتي اچول غیرمنصفانه فیصله ده او د منلو وړ نه ده.

بله پلوه پاکستاني مامورین وایي دامریکا بې پیلوټه الوتکې ډرون، د پاکستان په شمال لویدیځې قبایلي سیمې کې یو موټر په توغندیوو ویشتلی دی، څلور کسه یی وژلي دي چې گومان کیږي جگړه ماران دي.

دغه مقامات وایي دا حمله نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله کې د شمالی وزیرستان د دیگان په کلي کې وشوه.

پاکستاني مامورین وایي وژل شوي کسان د ترکمنستان وو.

د ډرون دا حملې، چې د ناټو په هوایي حملې کې د ٢۴ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدونه وروسته یو څه وخت بندي شوې وې د دې میاشتې په پیل کې، بیرته پیل شوې.

امریکایي مامورینو هیڅکله په ښکاره ډول دا خبره نه ده کړې چې په پاکستان کي په قبایلي سیمو کی د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې حملې کوي، خو د نوم نه ویلو په شرط یې ځینو خبری اژانسونو ته ویلي دي چې دغسی حملې یي کړیدي.

پاکستان دا حملې غندلی دي او هغه په خپل ارضی تمامیت باندي تیری بولی، خو فکر کیږي چې دا حملې د پاکستان د استخباراتو په مرسته ترسره کیږي .

XS
SM
MD
LG