پاکستاني چارواکي وایې چې نن په کراچي کې یوه ځان وژونکي او څو وسله والو سړو په پولیسو باندې دوه مرگانۍ حملې وکړې. پولیس وایې یوه ځان وژونکي د بمونو نه ډک موټر د کراچۍ د ښار د ملیر ناحیې د پولیسو د سرمامور انور د موټر سره ټکر کړ چې له امله یې ۳ کسان ووژل شول او ١٣ تنه نور زخمیان شول، خو د پولیسو نوموړی سرمامور په خپله روغ رمټ بچ شو.
همدا شان نن څو تنو ټوپکوالاو په ښارکې د پولیسو پر ېوه گزمه باندې حمله وکړه او ٣ تنه پولیسان یې ځاې پر ځاې ووژل.
د کراچۍ د جناح په روغتون کې یوه ډاکتر وویل چې په دغه برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.
په کراچۍ کې په قومي او ژبنیو شخړو کې ترواسه پوري په سلگونو خلک د تیرو څو کلونو په موده کې وژل شوي دي. ددغو وژنو زیاته پړه د اردو ژبو مهاجرو او د پښتنو د عوامي نشل پارټۍ د ملاتړ کوونکو پرغاړه غورځول شوې.