د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر پښتون خواه کې په یوې چاودنې کې اته کسه وژل شویدي


په خیبر پښتون خواه کې په یوې چاودنې کې اته کسه وژل شویدي
په خیبر پښتون خواه کې په یوې چاودنې کې اته کسه وژل شویدي

پاکستاني چارواکي وایی چی دخیبر په قبایلي سیمه کي د بم په چاودنه کي لږ ترلږه اته کسه وژل شوي دي او څوارلس تنه نور ټپي شويدي.

مامورینو وویل چی په دې چاودنه کي چی نن د جمعې په ورځ ددې سیمی په یوه گڼ مارکیټ کي وشوه، ١٥ کسه زخمي شوي هم دي.

په دې باب چی دا حمله چا کړې، سمدستي څه نه دي ویل شوي. د پاکستان په قبایلي سیمو کي چی د افغانستان سره سرحد لري، طالبانو او د القاعدې یاغیانو د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړي دي.

د خیبر د ایجنسۍ د امنیت ساتل د امریکا د متحده ایالاتو د پاره ډیر ضروري دي، ځکه چی هغه افغانستان ته د ناتو د موادو د رسولو مهمه لار ده.

XS
SM
MD
LG