د لاس رسي وړ اتصالات

بلاول: د ډیموکراسۍ په لار ه کې به د خپلي مور مبارزې ته دوام ورکړم


د پاکستان د وژل شوي صدراعظمي بینظیر بوتو زوی ( بلاول بوتو زرداري )
پرون د پنجشنبې په ورځ په خپل سیاسي مسلک پیل وکړ او هوډ یې وکړ چي ددیموکراسۍ لپاره به د خپلي مور مبارزې ته دوام ورکړي.
هغه په خپله وینا کي چي د خپلي مور د وژل کیدو د پنځمي کالیزي د رارسیدو له کبله یې وکړه وویل چي دده د پاکستان پیپلز پارټۍ وعده کړې چي د خوارانو او مسکینانو لپاره به کار کوي او پا کستان به د تروریستانو نه ژغوري. « زما قدرمنه مور بینظیر بوتو په عام محظر کی ووژل سوه، زما په زرگونو کارگران په قتل رسیدلي دي، مگر موږ پاکستان نه دی هیر کړی او هیر به یې نه کړو. زه د خپلو بلوڅو وروڼو نه غواړم چي زما مور بینظیره او خپل پاکستان هیر نه کړي او د ظالمانو او جنایتکارانو لاس ته یې ونه سپاري. دا ستاسي پاکستان دی. دا زما او ستاسي پاکستان دی. »

د هغه پلار د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري هم په زرگونو خلکو ته وینا وکړه او ویې ویل:« دا ورځ ماته هم غمجنه او هم د خوښۍ ورځ ده. زه په دې ویاړم چي نن د شهید ذوالفقار بوتو لمسی او زما او د بینظیر بوتو زوی او ستاسي خدمتگار زموږ په منځ کي دی. زه غواړم تاسي ته ووایم چي هغه د خدای په فضل او کرم خپل تحصیلات بشپړ کړل او اوس یې د روزني وخت دی. دی به ستاسي سره کار وکړي او ستاسي څخه به یې زده کړي. »

بینظیر بوټو د ٢٠٠٧م کال د ډیسیمبر په ٢٧مه د یوه ځانمرگه د بم په چاودنه او د توپکو په ډزو هغه وخت ووژل سوه چي د راولپنډي په ښار کي یې انتخاباتي مبارزه کوله.
XS
SM
MD
LG