د لاس رسي وړ اتصالات

د هغه پاکستاني چارواکي مړی پیدا شوی چې د لومړي وزیر د فساد قضیې یې څیړله


آرشیف
آرشیف
د هغه پاکستاني چارواکي مړی موندل شوي چې د لومړي وزیر، راجا پرویز اشرف د اداري فساد د قضیې څیړنه یې کوله. د دغه پاکستاني چارواکي نوم کامران فیصل و او د هغه مړی د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې موندل شوی دی. پولیس وايي چې کیداي شې چې هغه ځان په خپله وژلی وي.

په پاکستان کې دوه ورځې مخکې د دغه هیواد سترې محکمې د راجا پرویز اشرف او پنځلسو نورو کسانو د نیولو امر وکړ. په دوي باندې تور لګول شوی چې پخوا یې په ادارې فساد کې لاس درلودی.

سترې محکمې په راجا پرویز اشرف باندې تور لګولی دی چې هغه مهال چې هغه د اوبو او بریښنا وزیر و د بریښنا کوټونو د جوړولو په قرارداد کې یې درغلۍ کړې وې. خو د دغه هیواد د فساد ضد ادارې بیا د سترې محکمې حکم رد کړی دی او ویل یې دي چې صدارعظم به توقیف نه کړي ځکه کافي شواهد په لاس کې نلري.

بل پلوه د پاکستان د کراچې په ښار کې د جمعې په ورځ دوکانونه او کاروبارونه تړلي وو. دغه کار ورسته له دې نه وشو چې د پنجشنبې په ورځ د متحده قومي ګوند یو غړی، چې منظر امام نومیدی، ووژل شو. تیره شپه هم په کراچې کې ځای ځای ډزې شوي وې. پاکستاني طالبانو د منظر امام د وژنې مسولیت په غاړه اخیستی دی او ګواښ یې کړی دی چې نور بریدونه به هم وکړي.
XS
SM
MD
LG