د لاس رسي وړ اتصالات

په پېښور کې چاودنو ۶۰ کسه وژلي دي


پاکستاني چارواکي وايي چې د پیښور ښار د عیسویانو په یوه کلیسا کې د دوو غبرګو ځان مرګو حملو په نتیجه کې د۶۰ تنو نه زیات خلک وژل شوي او یوسلو شل نور ټپیان شویدي.

د پیښور د یو روغتون مسول چې د چاودنو ټپیان ور وړل شویدي، وايي چې د ټپیانو د جملې نه هم د ډیرو کسانو حالت د اندیښنې وړ دی. په ټپیانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

دا غبرګې ځان مرګې چاودنې د پیښور د کوهاټۍ دروازې د کلیسا مخې ته هغه وخت وشوې کله چي عیسوي عبادت کوونکي د کلیسا نه راوتل. د چاودنو په وخت کې په سلګونو تنه د پېښې په سیمه کې موجود وو. تراوسه پوري چا د دې حملو مسولیت نه دی اخیستی.

په پاکستان کې زیاتره په غیر مسلمانو اقلیتونو باندي د افراطي مسلمان ډلو لخوا حملې کېږي چې ویل کېږي دا حملې مذهبي بڼه لري.

پاکستاني طالبان چې په پاکستان کې یې خونړۍ جګړه پیل کړې، د امنیتي ځواکونو پرضد د خونړیو حملو ترڅنګ یې په واري واري د عبادت ځایونه هم په نښه کړي دي. په دې تشدد کې په ټول پاکستان کې په زرګونو تنه خلګ وژل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د نن ورځې د کلیسا بمي چاودنې وغندلې او ویې ویل چې ،،ترهګر هیڅ مذهب نلري او د بې ګناه خلګو په نښه کول د اسلام او نورو ادیانو د اصولو خلاف کار دی.،،

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف حکومت هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې وکړي ترڅو په دغه هیواد کې د یاغیانو د تشدد مخنیوی وسي خو د حکومت پر دې پالیسۍ باندې د هغو کسانو له خوا نیوکه کېږي چې وايي د طالبانو سره د سولې خبرې یوه غلطي ده.

پاکستاني طالبانود حکومت سره د سولې خبرو ته ښه راغلاست ویلی دی خو د خبرو مخکي یې شرایط تعیین وکړي دي او وايي چې د حکومت سره د هر ډول خبرو مخکي باید د دوي بندیان د بند څخه آزاد کړل سي او د قبایلي سیمو څخه ټول پوځ ووځي.
XS
SM
MD
LG