د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پر پاکستان نهه جنګي الوتکې پلوري


د امریکا د دفاع وزارت پلان لري چې پر پاکستان نهه څرخي الوتکې وپلوري او د دغو الوتکو د جوړولو قرارداد يې اړوندې کمپنۍ ته سپارلی دی. د دفاع وزارت په یوې اعلاميې کې راغلي، چې د الوتکو په جوړولو ۱۷۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.

د AH-1Z ډول الوتکې دوه ماشینونه لري چې، ۷۱۵ کیلو مېرتره پرواز کولی شي او سرعت یې په ساعت کې ۳۲۰ کیلو مېتره دی. دغه څرخي الوتکې په جنګونو کې اغیزناک بلل کیږي.​

دغه الوتکې پر پاکستان د پوځي وسایلو او وسلو د خرڅولو یوه برخه بلل کیږي، ویل کیږي چې د ۲۰۱۸ کال تر ډسمبر پورې به دغه څرخکي پاکستان ته وسپارل شي.

د امریکا حکومت، د کانګرس د ځینو غړو له مخالفتونو سره سره څه موده مخکې پرېکړه وکړه چې، پر پاکستان باندې دا الوتکې وپلوري. د امریکا د دفاع وزارت شاوخوا یو کال وړاندې پر پاکستان د ۹۵۲ میلیونه ډالره په ارزښت پوځي وسایل پلورلي دي.

د سیري په نامه د سولې یوې تحقیقاتي ادارې د فبرورۍ په میاشت کې په خپل خپاره شوي راپور کې پاکستان په نړۍ کې لسم هېواد یاد کړی و، چې له بهر نه یې ډېرې وسلې اخیستې دي، سعودي لومړی او هند یې دویم راوستي وو.

دغه اداره وايي پاکستان تېرکال د څه باندې ۳۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي دي، خو هند بیا اته سوه میلیونه ډالره د وسلو په اخیستلو لګولي دي.

هند او پاکستان، چې اتومي ځواکونه دي، د یو بل ستر رقیبان یادیږي.

XS
SM
MD
LG