د لاس رسي وړ اتصالات

جمهورریس کرزی په ترکیه کې پاکستان جمهورریس سره ویني


Kwibuka
Kwibuka


افغان چارواکي وايي چې کرزی به د پاکستان جمهور ریس زرداري ته د ملي امنیت د ریس اسدالله خالد د وژلو د هڅې په اړه، چې جمهور ریس کرزي وايي په پاکستان کې پلان شوي وه، شواهد وړاندې کړې.

د افغانستان او پاکستان جمهور ریسان په ترکیې کې نن او سبا ته غونډه کوي. د دغې غونډې هدف دا دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ تشنج کم او همکاري ډیره شي.

تیره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت ریس اسدالله خالد په یو ځانمرګي برید کې سخت ټپي شو. بریدکوونکي ځان د طالبانو لخوا د سولې استازی معرفي کړی و. جمهور ریس کرزي وویل چې دغه برید په پاکستان کې پلان شوی و خو هغه په خپلو خبرو کې محتاط و او په اسلام آباد یې تور و نه لګوی چې ګوندې په برید کې یې کوم نقش درلود.

په یو بیان کې، افغان حکومت ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان مشران به د سولې د پروسې په اړه خبري وکړي. په بیان کې دا هم راغلي دي ((د معلوماتو او شواهدو په بنسټ باندې)) به په اسد الله خالد باندې د برید په اړه هم خبرې وشي.
XS
SM
MD
LG