د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ډاکتران د بدن د غړو په غیر قانوني تجارت ونیول شول


یو شمیر پاکستانیان د فقر له وجې خپل پختورگي د کمو پیسو په بدل کی پلوري
یو شمیر پاکستانیان د فقر له وجې خپل پختورگي د کمو پیسو په بدل کی پلوري

یو پاکستاني چارواکي ویلي دي چې مقاماتو د بدن د غړو د تجارت یوه شبکه کشف او دوه تنه ډاکتران او د هغوی همکاران یې نیولي دي.

د پاکستان د فدرالي پلټنو د ادارې یو چارواکی محمد حامد وایي دغو ډاکترانو د لاهور ښار په یو کور کې یو غیر قانوني کلینک چلاوه.

ښاغلی حامد وایي چې دغه دوه تنه تورن ډاکتران د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.

هغه وایي دغه پنځه کسان د یکشنبې په ورځ پر دغه کلنیک باندې په یوه چاپه کې په داسې حال کې نیول شوي دي چې د پختورگي خرڅونکی او هغه ناروغ چې دغه پختورگی ورته د جراحۍ عملیاتو په ترڅ کې نصب کیده، حاضر وو.

پولیسو د بدن د غړي خرڅونکی او ناروغ دواړه هم نیولي دي.

ښاغلی حامد وایي هغه ناروغ چې پختورگی ورته پیوند کیده ډاکتر ته یې ۴٧١٧٠ ډالره ورکړي، خو ډاکترانو د پختورگي خرڅونکي ته صرف ١٢٢٦ ډالره ورکړي وو.

پاکستان د بدن د غړو د خرڅلاو پر وړاندې د مبارزې لپاره سخت قوانین وضع کړي دي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې په دغه هیواد کې هر کال یو شمیر خلک د غربت له وجې خپل پختورگي خرڅوي چې اکثر یې له دې لارې غواړي خپل پورونه ادا کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې هر کال له اروپا، امریکا او استرالیا څخه په زرگونو کسان د پختورگو د ارزانه اخیستنې او پیوند لپاره پاکستان، هند او نورو فقیرو هیوادونو ته سفر کوي. هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۶۳ زره پختورگي ناروغانو ته پیوند کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی دی چې د پختورگي د اهدا کوونکو په سلو کې لس یې د مخ پر ودې هیوادونو څخه دي او د هغو کسانو سره چې دغه پختورگي ورته پیوند کیږي کومه خپلوي نه لري.

XS
SM
MD
LG