د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ نجونې د واده په بهانه چین ته قاچاق کیږي


د غیر قانوني ودونو د مرکزونو یوه پاکستانۍ قرباني

د پاکستان دولتي مقامات او مدني فعالین چین ته د پاکستاني مسیحي نجونو د مخ په زیاتیدونکي "قاچاق" په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده. د رپوټونو له مخې دغه نجونې د چینایانو سره د واده کولو لپاره هغه هیواد ته بیول کیږي.

پاکستاني فعالینو ویلي دي چې تر اوسه په سلگونو مسیحي نجونې د واده لپاره چین ته قاچاق شوي دي او دغه بهیر د تیر کال له وروستیو څخه مخ په زیاتیدو دی.

د اسوشیتد پرس اژانس رپوټ ورکړی چې دلالان ددغو نجونو والدینو ته چې معمولا د پاکستان د فقیرو او ناداره کورنیو څخه دي څو زره ډالر ورکوي او ژمنه کوي چې لوڼؤ ته یې په چین کې بډایه مسیحي مړونه پیدا کړي.

خو په حقیقت کې د اسوشیتد پرس د رپوټ له مخې کله چې دغه نجونې چین ته رسیږي، معمولا د هغوی د هیله برخلاف ودیږي او ورسره ډول ډول بد چلند او تاوتریخوالی کیږي.

د پنجاب په ولایت کې د پاکستان د بشري حقونو او اقلیتونو وزیر اسلم اگوستین، وایي "دا د انسانانو قاچاق دی. ددغو ټولو ودونو دلیل حرص دی... ما د یو شمیر دغو نجونو سره لیدلي دي او ټولې یې ډیر فقیرې وې".

ښاغلی اگوستین همداشان د چین دولت او په اسلام آباد کې د هغه هیواد سفارت په نه پاملرنې تورنوي او وایي چې دغو نجونو ته پرته له کومې پلټنې ویزه او سندونه برابروي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه ردوي او وایي چې د میړه موندنې غیر قانوني شرکتونو فعالیت دوی ته د مننې وړ ندی.

د بشري حقونو د څار سازمان هم پدې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې د چین او پاکستان غوښتي چې د "ناویو د قاچاق" مخنیوی وکړي. دغه سازمان په پخله اعلامیه کې "په چین کې د پاکستاني نجونو او ښځو د جنسي مریتوب د خطرونو" په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

پدې ترڅ کې د پاکستان د جیو تلوزیون رپوټ ورکړی چې د پاکستان د فدرالي پلټنو سازمان د دوشنبې په ورځ اتنه تنه چینایان او څلور تنه پاکستانیان د پنجاب په ایالت کې د انسان د قاچاق په اړوند نیولي دي.

ددغه رپوټ له مخې ددغو کسانو د نیولو عملیات د مخفي مامورینو له خوا شوي دي چې ددغه ډول ودونو د تنظیم په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه.

په اسلام آباد کې د چین سفارت تیره میاشت اعلان وکړ چې د پاکستان سره د ودونو د غیر قانوني مرکزونو د فعالیت په هکله همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG