د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی ډاکټر امریکا کې داعش ته د موادو برابرولو په تور ونیول شو


د مینیاپولیس سنت پاول نړیوال هوایي ډګر
د مینیاپولیس سنت پاول نړیوال هوایي ډګر

د امریکا د فدرال پولیسو د منسوتا په ایالت کې هغه پاکستانی ډاکټر نیولی دی چې د داعش ډلې ته یې د موادو د برابرولو هلې ځلې کولې. دغه ډاکټر په یو روغتیایي کلینیک کې د څیړنو د برخې تنظیموونکی و.

د امریکا د عدلې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۸کلن پاکستانی ډاکټر محمد مسعود د مینیاپولیس سنت پاول په نړیوال هوایي ډګر کې نیول شوی دی. ډاکټر مسعود په هوايي ډګر کې له یو کس سره د ملاقات کوښښ کاوه، نوموړي فکر کاوه چې دا کس به له هغه سره مرسته وکړي چې د داعش تر ولکې لاندې سیمې ته ولاړ شي او سفر وکړي.

دغه وزارت ویلي چې مسعود څو ځلې د خپل ترهګریز نیت په هکله له ځینو نورو کسانو سره هم خبرې کړې وې. هغه همدغه راز په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې مشر ته د بیعت کولو ادعا هم کړې وه. نوموړی په سوریې کې د داعش په لیکو کې د جګړې لیوالتیا هم څرګنده کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې مسعود خپله دا لیوالتیا هم په ډاګه کړې چې دننه د امریکا په متحده ایالاتو کې په یواځې ځان ترهګریز بریدونه وکړي.د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د ډاکټر مسعود د نیول کیدو په اړه غبرګون ندی ښودلی. په پاکستان کې د مسعود د زده کړو او د اوسیدنې د ځای په اړه نور معلومات ندي ورکړل شوي.

خو د امریکایي چارواکو ویلي چې مسعود د ۲۰۱۸کال د فبرورۍ په میاشت کې امریکا ته په H-1Bویزې راغلی دی.

هغه د روان کال په جنورۍ کې وروسته له هغې د اف بي آی تر څارنې لاندې ونیول شو چې د یوې ادارې د یو پټ اجنټ سره یې د ټولنیزو رسنیو له لارې تماس ونیو چې منځني ختیځ، جنوبي او مرکزي آسیا ته لاړ شي او د جګړې په لومړیو لیکو کې وجنګیږي.

د مینسوتا د محکمې د اسنادو په اساس مسعود د خپل پاکستاني پاسپورت یوه کاپي د اف بي آی اجنټ ته لیږلې چې په هغه کې د امریکا د کورنیو چارو وزارت له خوا تائید شوي چې هغه یو سند لرونکی پاکستانی ډاکټر دی.

مسعود ویلي چې هغه د امریکایي یمني دیني عالم انور الاولکي د لکچرونو د اوریدلو په نتیجه کې سخت دریځې ته هڅیدلی دی چې د القاعده شبکې ته یې جلب او جذب کاوه.

تر دې څو کاله مخکې یو بل پاکستانی ډاکټر شکیل اپریدی د پاکستان حکومت نیولی او بندي کړی چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د ځای په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه. پر شکیل اپریدي تور دی چې د ګوزڼ د واکسین د کارکوونکي په توګه کار کاوه او د اسامه بن لادن ځای پیدا کړی و.

XS
SM
MD
LG