د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پوهنتون یو استاد د "کفر ویلو" په خاطر په اعدام محکوم شو


د پاکستان د یو پوهنتون استاد جنید حفیظ
د پاکستان د یو پوهنتون استاد جنید حفیظ

د پاکستان یوې محکمې د پوهنتون یو پخوانی استاد د "کفر ویلو" په جرم په اعدام محکوم کړی دی.

د پوهنتون استاد جنید حفیظ، چې په امریکا کې یې زده کړې کړې دي په ٢٠١٣ کال کې د خپلو شاگردانو له لورې د فیسبوک په ټولنیزه رسنۍ کې مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوی و.

خو د ښاغلي حفیظ مدافع وکیلان وایي هغه د اسلامپاله سخت دریځه گوندونو اړوند زده کوونکو د "دسیسې" قرباني شوی چې د هغه د "لیبرال او سیکولر" نظریاتو سره موافق نه وو.

په امریکا کې د بیان د آزادۍ یو کمیسیون پدې وروستیو کې ښاغلي حفیظ د "نړیوالو قربانیانو" په لست کې شامل کړی دی.

د ښاغلي حفیظ مدافع وکیل اسد جمال، ویلي دي چې د محکمې حکم د هغه لپاره د منلو وړ ندی او د استیناف محکمې ته به مراجعه وکړي.

ښاغلي جمال د رویترز خبري اژانس ته وویل: "کله چې قضیه د کفر ویلو یا مقدساتو ته د توهین په اړه وي، په پاکستان کې هیڅ محکمه عادلانه پریکړه نه کوي."

جنید حفیظ، څو کاله وړاندې د پاکستان په یو معبر کالج کې د تدریس کولو نه لاس واخیست او د هنر او ادبیاتو نړۍ ته یې مخه کړه. وروسته بیا هغه د فولبرایت بورس ترلاسه کړ او په امریکا کې یې د ادبیاتو، عکاسۍ او تیاتر په برخه کې زده کړې وکړې.

د ښاغلي حفیظ د محاکمې جلسه د پاکستان په ملتان کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې وشوه. تر دې دمخه د هغه د کورنۍ د غړو او د مدافع وکیل د امنیت په اړه اندیښنه څرگنده شوی وه.

XS
SM
MD
LG