د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني توغندیو پر ډیورند کرښه بشري ناورین رامنځته کړی، ارګ


د سرحدي سیمو د خلکو سره د مرستو لپاره په ارگ کې یوه غونډه وشوه چې مشري ښاغلي غني وکړه

افغان حکومت وايي د پاکستان راکټي بریدونو د ډیورند کرښې پر دواړو خواو ګڼ شمیر خلک له خپلو سیمو بیځایه کړي.

افغان حکومت چې د کلونو راهیسې یې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان راکټي بریدونه غندلي اوس وايي چې دغه بریدونو پر ډیورند کرښې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي ته وویل چې "د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک بې ځایه شوي او بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري".

افغان چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې د پاکستان د راکټي بریدونو له کبله دقیقاً څومره خلک له خپلو کورونو بیځایه شوي او اوسمهال چیرې اوسیږي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د توغندیو هدف هغه ترهګرې ډلې دي چې په افغانستان کې پټنځایونه لري خو په پاکستان کې بریدونه او ورانی کوي. افغان لورې بیا وايي چې ترهګر يوازې په پاکستان کې ځالې لري او افغانستان کې هیڅ پټنځاې نلري.

ولسمشر غني د دغې ستونزې د هواري او له اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان همکاري غوښتلې ده.

XS
SM
MD
LG