د لاس رسي وړ اتصالات

دتکساس په ډزو کې وژل پاکستانۍ څوک ده


عبدالعزیر شیخ د سبیکه شېخ پلار د خپلې لور تصویر د کراچۍ په ښار کې څرگندوي. شنبه د مې ١٩ مه ٢٠١٨ کال

د امریکا د تکساس په ایالت کې پر یوه ښوونځي د برید په ترڅ کې د جمعې په ورځ لس تنه ووژل شول. په وژل شویو کې یوه پاکستانۍ زده کوونکې هم شامله وه.

سبیکه شیخ د پاکستان له کراچۍ ښار څخه د سبق لپاره امریکا ته راغلې وه. ددغې زده کوونکې د جنازي د مراسمو لپاره ګڼ شمېر خلک د تکساس په یوه جومات کې راغونډ شوي وو.

اوولس کلنې سبیکه شیخ غوښتل چې د امریکا فرهنګ زده کړي او د خپل هېواد د دود او دستور په باب خپلې امریکايي همزولي باخبرې کړي.

دتکساس ایالت د ستافورد په جومات کې د ماسپښین په دې لمانځه کې د ١٧ کلنی سبیکه شیخ سره د تل لپاره خدای پاماني وشوه.

د سبیکه شیخ کوربنه مورعظمی پروین وايي" موږ ماشومان نلرو. هغې د لومړي ځل لپاره موږ ته مور او پلار وویل. هغه په ریښتینه زموږ د لورپه شان وه."

دتکساس ایالت د ښوونځي ډزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

عظمی پروین د سبیکه شیخ کوربنه مور وه. پروین وايی سبیکه په امریکا کې دژوند لپاره ډیره خوشاله وه او سترې هېلې ېې لرلې.

عظمی پروین وویل: سبیکه غوښتل چې مشهوره شي ؛ خو دتاسف وړداده چې په دې ډول نه وای مشهوره شوې. زه نه غواړم دهغې تصویر په تلویزیون ووینمه".

په دې جنازه کې جیري منلوف د شاگردانو د تبادلې منتظمه هم وه. هغې وویل د ډزو د پېښې په ورځ ېې سبیکه ته څو ځلې د ټکسټ پیغام ور ولیږه، خو ځواب ېې ترلاسه نکړ.

جیري منلوف وویل: هغې، دوه نورو شاگردانو او یو ښوونکي ځانونه د یوه صنف په المارۍ کې پټ کړي وو. خو ډزې کوونکي پیداکړل.

د سبینه شیخ کوربنه مور عظمی پروین وايي: که څوک ماته غوږ نیسی نو زه یوازې یوه غوښتنه لرم او هغه دا چی لطفا یوڅه اقدام وکړۍ چې یوماشوم هم له کورنۍ نه وانه خیستل شی. باور وکړئ ډیر درد لري."

د سبیکه ملگرې وايي هغه دیته سترگې په لاروه چې په یو څو اونیو کې دروژی په پای کورته ولاړه شي.

د هغې د دویمې کوربه کورنۍ غړیو هم په جنازه کې خبرې وکړلې. جیسن کاگبرن د سبینه شیخ دویم کوربه پلار وویل: هغې چې روژه پیل کړله، نو زما کورنۍ هم ورسره روژه نیول پیل کړل، ځکه موږ په گډه کارونه کول. "

جې لین کاگبرن دهغې کوربنې خور وویل سبیکه ډیره خوږه او مینه ناکه وه.

د سبیکه ملگري او دوستان وايي سبیکه ولاړله خو دهغې سره مینه او درناوی زموږ په زړونو کې د تل لپاره پاتې شو.

هغوی ټولو د سبیکه له مور او پلارنه چی په پاکستان کی دي مننه وکړله.

عظمی پروین د سبیکه کوربنې مور وویل مننه چې تاسی دخپلې فوق العاده لور ژوند له موږ سره شریک کړ. موږ ستاسې په غم اودرد کې شریک یو او ستاسې سره یوځای ولاړ یو. موږبه بیا د پخوا په څېر ونه اوسو.

XS
SM
MD
LG