د لاس رسي وړ اتصالات

د خیانت په تور د مشرف محاکمه


پاکستاني چارواکو یو لړ داسي ګامونه پورته کړي دي چی کیدای شي د خیانت په تور ددغه هېواد د پخواني پوځي مشر پرویز مشرف د محاکمې سبب شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د پنجشنبی په ورځ پارلمان ته وویل چې د فیډرالي تحقیقاتو اداره یا FIA ، د پرویز مشرف پرخلاف د خیانت په شمول ، د لګول شویو الزامونو د تحقیقاتو او تفتیش په خاطر یوه څلور کسیزه کمیټه ټاکلې ده.

پر پرویز مشرف باندې دا تور لګیدلی دی چی په١٣٨٦هجري شمسي کال کې یې د پاکستان اساسي قانون معطل کړی، په هیواد کی یی بیړنی حالت اعلان کړی او د سترې محکمی قاضیان یی د خپلو مقامونو نه برطرفه کړي دي.

پرویز مشرف د ١٣٧٨ هجري شمسي کال نه تر ١٣٨٧ هجري شمسي کال پوري په قدرت کې و.
د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد ستره محکمه هم د مشرف پرخلاف د تحقیقاتو د پیلولو په اړه د خپلې پریکړې نه خبره کړله.

پرویز مشرف چی همدا اوس په اسلام اباد کې په خپل کور کې نظر بند دی، د قاضیانو د برطرفه کولو، او د بې نظیر بوټو د قتل په دوسیه کې یې د محکمې څخه ضمانت اخیستی دی.

پریز مشرف چی تقریبا څلور کلونه یی په بهر کی په جلاوطنۍ کی تیرل کړل سږکال په مارچ کې د دې لپاره پاکستان ته بیرته ستون شو چې ددغه هیواد د مې د میاشتی په پارلماني انتخاباتو کی ځان کاندید کړي خو محکمو ورته اجازه ور نه کړله.
XS
SM
MD
LG