د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په څو ښارونو کې مظاهرې روانې دي


Pakistani protesters burn tires to block the main highway in Rawalpindi, Pakistan, September 21, 2012.
Pakistani protesters burn tires to block the main highway in Rawalpindi, Pakistan, September 21, 2012.
د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې د هغه فلیم پرضد مظاهرې روانې دي چې په کښي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دی.


د جمعې ورځ په اسلامي نړۍ کې د رخصتۍ ورځ وي او د اسلام د پیغمر لپاره د مینې ورځ بلل کېږي. پولیس د مظاهره کونکو نه غواړي چې په سوله ایزه توګه مظاهرې وکړي.



د پاکستان د اې آر وای تلویزوني چنیل ریپوټ ورکړی چې یو کارمند یې نن د جمعې په ورځ د پېښور په ښار کې وروسته له هغه نه ووژل شو چې پولیسو پر مظاهره کونکو باندي برید وکړ.


دغه راز د جمعې په ورځ د مظاهره کونکو یوې کوچنۍ ډلې د امریکا، بریتانیې، اسرایلو او سلمان رشدي پر پوسټرونو باندي بوټونو غورځول. دوي د لاهور ښار د ایالتي ښورا دباندي راغونډ شوي وو.


د پاکستان صدراعظم راجا پرویز اشرف وویل چې پاکستان مسولیت لري چې په سوله ایزه توګه مظاهرې وکړي پرته له دې چې د خلګو ژوند یا جایداد ته په کښي تاوان ورسېږي.


د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د امریکا سفارتخانې د مظاهرو په خاطر د بیړنۍ حالت په وضیعت کې دي.

په پاکستان کې د امریکا سفر ریچارد هوګلنډ د پاکستان باندنیو چارو وزرات ته ورغی چې پر دغه جنجالي ویډیو باندي خبري وکړي. ښاغلي هوګلنډ پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا حکومت دغه ویډیو چې په کښي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دی غندي او دا چي د امریکا حکومت د دې ویډیو د تولید سره هیڅ تړاو نه درلود. نوموړي وویل چې دغه ویډیو په هیڅ ډول د هغو ارزښتونو استاځیتوب نه کوي چې امریکا پرې باور لري.
XS
SM
MD
LG