د پکتیا ولایت چارواکی چې په نیږدی راتلونکی به پدغه ولایت کې دمچلغو داوبو دبند دجوړولو عملی چاری پیل شی چې په لسګونو زره هکتاره کرنیږه ځمکه به خړوبه کړی .
د پکتیا ولایت خلکو له ډیر پخوا څخه غوښتنه درلوده چې دمچلغو به نوم داوبو بند ورته جوړ شی ترڅو له یوې خوایی په زرګونو جریبه کرنیږه ځمکه داوبو لاندی شی اوله یی تر یوې اندازې دبریښنا ستونزه هوار ه شی.
ددې ولایت چارواکې وایی چې اوس مهال د پکتیا وال دې هیلې ته د رسیدو به حال کې دی او ددې بند دجوړولو قرارداد لاسلیک شوی او ډیر ژر به یی عملی چاری پیل شی .
دپکتیا د والی ویاند روح الله سمون وایی چې دمچلغو د بند جوړیدل یوه اساسی پروژه ده چې ستره موخه یی دکرنیزو ځمکو خړوبول دی او په جوړیدو سره به یی ددې ولایت په کرنیږ ډګر کې په ستر بدلون راشی او په
زر ګونو هکتاره ځمکه خړوبه شی او ددی ترڅنګ به څلور سوه څلور کیلو واټه بریښنا هم تولید کړی چې شاه وخوا سیمو ته به وویشل شی .
سمون زیاتوی نوموړی بند پنځه اتیا متره جګوالی ، دوه شپیته متره اوږدوالی او اتلس متره بر لری چې به مجموع کې به پنځه اعشاریه پنځه ویشت میلیونه متره مربع او بو د زخیره کولو وړتیا ولری.
دې وایی چې دمچلغودپند دجوړولو قرارداددیوافغانی او روسی کمپنیو سره په ګډه لاسلیک شوی او لومړنې چارې پيل شوی او ډیر ژر به یی عملی چاری پيل شی چې په راتلونکو دریو کلونو کې به بشپړې او بند به ګټې اخیستو ته وړاندې شی .
دپکتیا د والی ویاند وایی چې ددې سترې پروژې به پیلیدو سره په به سیمه کې په سلګونو بی کاره ځوانان ته دکار زمینه برابره شی او دنشه یی موادو داستعمال او جګړو به راوګرځی.
داچې دسیمې امنیتی وضیعت ته په کتو به ددې بند دجوړولو چارې په ټاکلی موده کې ترسره شی که دوسلوالو ومخالفینو دبریدونو ښکار به شی په اړه یی دپکتیا دوالی ویاند روح الله سمون وایی که څه هم پکتیا له پاکستان سره اوږد سرحد لری خو بیا هم پدې سیمه کز امنیتی وضیعت نسبتا ښه دی او دوی به دقومی مشرانو او دسیمې دخلکو په مرسته وکولای شی دمچلغو بند دجوړولو دپروژې امنیت خوندی کړی او په ټاکلی وخت به بشپړه شی.
نوموړی زیاتوی سیمه ایزه دولتی اداره هڅه کوی چې د مرکزې دولت به مرسته پدې ولایت کې اساسی پروژې په کار واچوی ترڅو له یوې خوا په سیمه کې اقتصادی پرمختګ رامینځته شی او له بلې خوا بی کاره ځوانانو ته دکار زمینه برابره شی.
کتونکی وایی که دولت په سیمه کې دمچلغو دبند په څیر یو شمیر نورې اساسی پروژې پلې کړی نو تر ډیره بریده به دامنیتی ستونزو او په مخدره موادو موادو دروږدو کسانو ګراف راټیټ شی ځکه اوس مهال دامنیتی ستونزو او به بیلابیلو مخدره موادو د روږدو کسانو دشمیر دزیاتوالی عمده لامل بې روزګاری او دخلکو اقتصادی ستونزې دی.