د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د ځینو سیمو خلګ د محلی پولیسو نا راضي دي


د پکتیا د ځینو سیمو خلګ د محلی پولیسو نا راضي دي
د پکتیا د ځینو سیمو خلګ د محلی پولیسو نا راضي دي

د پکتيا په يو شمېر ولسواليوو کې ولسي خلک د محلي پوليسو څخه ناراضه دي او وايي، هغه رول، چې دوی بايد د امنيت په ټينګښت کې لوبولای وای، تر اوسه يې په دې اړه هيڅ هم ندي کړي. نږدې يو کال وړاندې د پکتيا ولايت په دريو مختلفو ولسواليو، ځاځي اريوب، ډڼډپټان او احمدخېلو کې محلي پوليس جوړ او په دندو ګمارل شوي دي.

که څه هم په لومړيو کې د سيمې خلک محلي پوليسو ته ډېر خوشبين وو او ګمان يې کاوه، چې له امله به يې په دغو ولسواليو کې امنيت لاهم ټينګ شي، خو اوس ورڅخه ناراضه ښکاري.

د دغو دريو ولسواليو يو شمېر خلک په دې نظر دي، چې محلي پوليس تش په نامه پوليس دي، دوی وايي، چې نه د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن ثابت شوي او نه يې هم له خلکو سره ښه رويه کړې ده. په دې اړه د ځاځي اريوب او احمدخېلو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو اشنا راډيو ته داسې وويل: (( محلي پوليس خپلو پوستو ته لاړ شي، تنخوا واخلي او بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي، کله کله، چې په کوم ځای کې ماين خښ وي، هغه ته ورشي او نور يې داسې کوم خاص کار ندی کړی، موږ له حکومت څخه غواړو، چې د دوی پر ځای دې نور عسکر راولېږي)).

د پکتيا د ډنډپټان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی وايي، چې محلي پوليس ځکه د دوی په سيمو کې د خلکو نه خوښېږي، چې د شخصي او قبيلوي دښمنيو پر بنسټ له ځينو خلکو سره بد چلند کوي.

هغه وايي، چې د سيمې خلک له محلي پوليسو څخه اوس د نفرت په لور روان دی او له حکومت نه غواړي، چې د دغو پوليسو پر ځای نور امنيتي ځواکونه په دندو وګماري.

هغه وايي: (( زما نوم محمدولي دی، د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی يم، محلي پوليس له خلکو سره شخصي اړيکې پالي، شخصي دښمنۍ لري او يو لړ نور مشکلات لري)).

خو د پکتيا د والي وياند روح الله سمون بيا دا نه مني، چې ګوندې محلي پوليسو په امنيت کې ښه رول ندی لوبوالی، هغه وايي، چې دغه پوليس د دې سبب شول، چې په سيمه کې د ټولو ورانکارو فعاليتونو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړي.

نوموړي زياته کړه، دا سمه ده، چې په لومړيو کې محلي پوليسو له سيمه ييزو خلکو سره يو څه مشکلات او ستونزې لرلې، خو له کله راهيسې، چې د دغو پوليسو په رهبرۍ کې بدلون راغی، دغه مشکلات حل شوي دي.

(( سيمه ييز پوليس، چې د تېر يو کال راهيسې د پکتيا په دريو ولسواليو کې موجود دي، په پکتيا کې د دوی موجوديت مثمر دی، دوی چې د دغو دريو ولسواليو په کليو بانډو کې اوسېږي، ښه امنيت رامنځته کړی او د دوی موجوديت نه تنها، چې مثمر دی، بلکې اړين هم دی)).

روح الله سمون دغه راز وايي، چې تر اوسه د سيمې خلکو د محلي پوليسو د بد چلند په اړه ولايتي ادارې ته کوم رسمي شکايت ندی کړی او که داسې وشول، نو قانون ماتوونکي پوليس به د عدالت ميز ته راکاږل شي.

د پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد محمدخان الهام په دې نظر دی، چې که محلي پوليس يو څه ورزول شي او د خلکو د رواجونو په اړه معلومات ورکړل شي، کېدای شي، چې د دوی او خلکو تر منځ واټن کم شي.

(( که چېرې په پکتيا کې د محلي پوليسو ارزيابي وکړو، نو هغه اداره او منجمېنټ، چې پوليس يې لري، که چېرې هغه سمه شي، نو بالکل زموږ د ولس په ګټه دي)).

XS
SM
MD
LG