د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا علما د مخدره موادو په خلاف پاڅیدلي


د پکتیا علما د مخدره موادو په خلاف پاڅیدلي
د پکتیا علما د مخدره موادو په خلاف پاڅیدلي

دپكتيا ولايت چارواكي وايي چې پدې ولايت كې يي دمخدره موادو داستعمال دمخنیوي لپاره ددينې علماو او قومي مشرانو په مرسته پراخ تبليغاتي كمپاين پيل كړي.

ددغه ولايت چارواكي وايي چې له تيرو څو كلونو راهيسې دقومي مشرانو او ديني علماوو په مرسته دكوكنارو كر صفر ته راټيټ شوي او كروندګرو په خپله خوښه دكوكنارو له كرلو لاس اخيستي او نورو روا كښتونو ته يي مخه كړيده .

دپكتيا دوالي وياند روح الله سمون وايي چې پدې ولايت كې دكوكنارو په له مينځه وړلو كې دسيمې قومي مشرانو ډيره ونډه درلوده او كروند ګر يي هڅولي چې دكوكنارو له كرلو لاس واخلي چې د دوى له بركته اوس پكتيا هركال دكوكنارو دنه كرلو له امله يو ميليون امريكايي ډالره دانعام په توګه تر لاسه كوي چې پدې ولايت په عام المنفعه پروژو لګول كيږي .

سمون زياتوي يو بله ستونزه چې تر اوسه پدې ولايت كې شتون لري هغه دمخدره موادو استعمال دي خو دوي هڅه كوي چې دقومي مشرانو او دينې علماو په مرسته او معتادو كسانو ته د درملنې د زمينې د برابرولو لاري دا ستونزه هم تر يوه بريده راكمه كړو .

نوموړي زياتوې پدې سيمه كې په مخدره موادو د روږدو كسانو د شمير دزياتوالي عمده لامل نورو هيوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاكستان ته مهاجرتونه دي او هغه كسان چې له دغو هيوادونو بيرته هيواد ته راځي يو شمير يي په نشه يي موادو روږدي وي.

دې وايي كه څه هم په بشپړه توګه به ددې ستونزې له مينځه وړل ستونزمن وي خو روستي هڅه به وكړي چې پدې سيمه كې د مخدره موادو د روږدو كسانو شمير راكم كړي او دغه كسان عادي ژوند ته راوګرځوي .

دپكتيا دوالي وياند وايي چې پدې ولايت كې اوس مهال د ودان په نوم يو روغتون د معتادو كسانو د درملني په برخه كې فعاليت كوي خو دروږدو كسانو شمير ته په كتو دغه روغتون كيفايت كوي او ولايتي اداره هڅه كوي چې مرستندويه ټولنو ه كمك دمعتادو كسانو د درملني لپاره يو پنځوس بستريز ورغتون جوړ كړي .

په ګرديز كې يوتن ډاكټر مسرور بيا دمهاجرتونو ترڅنګ پدې سيمه كې نشه يي موادو داستعمال لاملونه بي كاري ، دخلكو اقتصادي ستونزې او دمخدره موادو قاچاق هم په ګوته كوي .

دى وايي كه ځوانانو ته دكار زمينه برابره شي نو په خپله به له نشو لاس واخلي او عادي ژوند ته به راوګرځي .

كتونكي وايي كه دولت په هيواد كې په مخدره موادو معتادو كسانو ته د درملنې مجهز مركزونه جوړ كړي او پدې برخه كې دعامه پوهنې پروګرامونه پلې كړي او ځوانانو ته دكار زمينه برابره كړي نو تر ډيره بريده به دغه ستونزې ته دپاكي ټكي كيښودل شي .

XS
SM
MD
LG