د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په هغه برخه کې چې د حماس په ولقې کې ده د فلسطینیانو په صدراعظم یوه مرگانۍ حمله شوي جې هغه ترینه روغ رمټ وتلی دی.

د فلسطینیانو د صدراعظم د وژنې د هڅې نه وروسته د فلسطینیانو د دواړو مخالفه ډلو ترمنځ د سولې خبرې ځنډیدلې دي.

صدراعظم رامع حمدالله چې غزې ته د سفر په وخت یې په کاروان یوه بمي حمله وشوه، په حملې کې زخمي شوی ندی خو په دغه حمله کې ځینې موټرې تباه شویدي.

د فلسطينیانو حکومت کوښښ کوي چې په دغه سیمې کې په ځینو برخو قابضې د حماس اسلامي وسله واله ډلې سره د روغې جوړې لپاره خبرې وکړي. دغه خبرې چې تیر کال پیل شویدي، ښیي چې د دی حملې نه وروسته یو ځلې بیا په ټپه ودریږي.

فلسطیني چارواکي وایي چې دغه بمي حمله په اصل کې د صدراعظم د وژلو هځه وه.

د یادونې وړ ده چې امریکا، اروپایي او نور ملکونه د فلسطینانو حکومت په رسمیت پیژني.

د فلسطين یو چارواکي الیاس زنانیري دغه برید یو بزدلانه عمل بللې او ویلي یې دي چې په حماس کې داسې عناصر موجود دي چې د خبرو نه خوښ ندي او هغوي کوښښ کوي چې دغه هلې ځلې ناکامې کړي.

حماس دغه حمله غندلي ده او وایي چې پکار ده د دغې مکمل تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG