د لاس رسي وړ اتصالات

پلوشه احمدزۍ، یوه مخکښه بهرمیشته افغانه


پلوشه احمدزۍ
پلوشه احمدزۍ

پلوشه احمدزۍ لومړنۍ افغانه میرمن ده چې په هالینډ کې دا ویاړ ترلاسه. دا چې پلوشې احمدزۍ څنګه په یو پردي هیواد کې د یوې افغانې ښځې په توګه ځان داسې یو مقام ته ورسوه او له کوم ځايه یي هڅه پيل کړه، وایي لمړنۍ زده کړې يې د بګرام په ولسوالۍ کې کړي، وروسته بيا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له کورنۍ سره پاکستان ته مهاجر شول، هلته يي تر دولسم ټولګي پورې د پېښور حیات اباد کې درس ووایه او اوه کاله کیږي چې هالینډ کې ژوند کوي.

هغه وايي په هالینډ کې يې د سوداگرۍ، ادارې، او د اقتصاد او قانون پوهنځي کې درس ویلی دی.

اوس د بانکدارۍ په برخه کې کار کوي او په همدې برخه کې غواړي لا نورو لوړو زده کړو ته هم ادامه ورکړي. پلوشې احمدزۍ د اشنا راډيو له همکارې نوشابه اشنا سره په دې اړوند او یو لړ نورو موضوعگانو خبرې کړي دي چې دلته یې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:17 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG