د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا ددفاع وزېر، په لېبېا کې دناټو مامورېت ددې مثال دی چې دا اېتلاف اهمېت لری


دامرېکا ددفاع وزېر، په لېبېا کې دناټو مامورېت ددې مثال دی چې دا اېتلاف اهمېت لری
دامرېکا ددفاع وزېر، په لېبېا کې دناټو مامورېت ددې مثال دی چې دا اېتلاف اهمېت لری

دامرېکا ددفاع وزېر لېون پانېټه وايی په لېبېا کې دناټو مامورېت ددې مثال دی چې دا اېتلاف ولی اهمېت لری. هغه دا تبصری د چارشنبی په ورځ په برسلزکې دناټود دفاع دوزېران په مجلس کې په داسی حال کې وکړلی چی دناټو ددفاع وزېران ددې لپاره راټول شوېدی چې په لېبېا کې دناټو په هوايی عملېاتواو نورو عملېاتوباندی بحث وکړی.

پانېټه د سه شنبی په ورځ ووېل دناټو هوايی عملېات پر لېبېا ترهغه وخت پوری سرته نشی رسېدلی، او په لېبېا کې نوی سېاسی بهېر تره هغه وخت پورې نشی پېل کېدلی څو پورې چې د پخوانی مشر معمر قذافی پلرنی ښار سرت او ېوشمېر نوری سېمی نه وي نېول شوی. هغه ووېل دا چی د قذافی درک ندی معلوم چی دی چېرته دی دناټو لپاره داپرېکړه گرانوی چې خپل عملېات څه وخت بند کړی. دعملېاتوبندول به نوی موقت حکومت ته اجازه ورکړی چې په نورو مساېلو باندی غور اوکار وکړي.

د لېبېا دموقتی حکومت جنگېالېو له تېرو درو ورځو راهېسی دسرت په ښار باندی تهاجمی برېد پېل کړی او د سه شنبی په ورځ ېې د توپونو په ډزو کې کمښت راوست چې دښار خلکو ته فرصت په لاس ورکړی چی له ښارنه ووزی.

دادمعمر قذافې د پاتی سنگرونو له جملی نه ېوسنگر دی. د سرت د ښار اوسېدونکی له دغه ښارنه په موټرونو کې بهر ته روان وو، په داسی حا ل کې د موقتی حکومت قواوی ددغه ښار شاوخواته ورنېژدی کېږی.

ددوشنبی په ورځ دموقتی حکومت قواو د سرت شاوخواته ځېنی سېمی ونېولی. په دې کې سرت ته نېژدی وړوکی ښار چی قصر ابوهاد نومېږی هم شامل دی. رپوټ وايی چې ښاغلی قذافې په دغه سېمه کې په 1942 م کال کې په ېوه خېمه کې زېږېدلی و.

د لیبیا د موقتې ادارې صدراعظم وايي چې کله د لیبیا د مشر د زېږدنې ښار ونیسي نو د خپل کار څخه به ګوښه شي. دا په داسي حال کې ده چې د ملي انتقالي شورا چارواکي هڅه کوي چې د حکومت په کابینې کې یو لړ بدلونونه راولي.

XS
SM
MD
LG