د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې په میلیونو خلکو د پیوستون لاریون وکړ


د نړۍ په لسګونو تنه مشرانو د یکشنبې په ورځ په هغه لاریون کې برخه واخیسته چې په میلیونو انسانان راټول شوي وو او د پاریس د تروریستي پېښو وروسته یې د پیوستون او یووالي پیغامونه او شعارونه ورکول.

د فرانسې د پلازمېنې پاریس څخه د امریکا غږ خبریاله لیزا براینټ په خپل ریپوټ کې وايي چې د پاریس "د ډي له ریپبلیک" سیمه د خلګو ډکه وه او د خلګو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې تقریبا د یو څو انچو مزل هم په نیم ساعت وهل کېدی.

د خلګو سره لوحې وې او پرې د میني، بیان د آزادۍ، ولسواکۍ او د ګډو کلتورونو په ملاتړ شعارونه لیکل شوي وو.

په زیات شمیر لوحو کې لیکل شوي وو چې "زه شارلي یم" ترڅو د چارشنبې د ورځې د تروریستي برید د قربانیانو څخه ملاتړ څرګند شي. د چارشنبې په ورځ دوو ترهګرو د شارلي عبدو پر تنظزي مجلې باندې خونړی برید وکړ چې ۱۲ کسه په کښي ووژل شول.

د برید پړه پر اسلامي تندروانو اچول شوې ده. دغه راز د دوو نوور بریدونو پړه هم پر دوي باندې اچول شوې ده چې تیره اونۍ په فرانسې کې وشول او په کښي د پولیسو یو افسر ووژل شو او د یهودانو په یو مغازې کې څلور یهودان ووژل شول.

"ترهګرو د اسلام د پیغمبر سپکاوی کړی دی"

په مارش کې زیات شمیر مسلمانانو هم برخه اخیستې وه چې په کښي امام مامون عبدالعلي هم شامل و. دغو مسلمانانو هم افراطیان غندل. امام عبدالعلي داسي وویل "برید کونکو د اسلام د پیغمبر قصات نه دی اخیستی بلکې هغه ته یې سپکاوی کړی دی او هغه یې توهین کړی دی."

بله مسلمانه ۱۷ کلنه آمنه دودجوري چې په مارش کې یې برخه اخیستې وه، یوه لوحه ورسره وه چې پر لیکل شوي و چې ،،زه یهوده یم او زه شارلي یم،،.

دودجوري داسي ویل"زه دلته د دې دپاره راغلې یم چې دا ووایم چې مونږ د دغو بریدګرو پلویان نه یوو. مونږ د دوي سره موافق نه یوو. خلګ باید د مسلمان او یهود په نامه ونه وژل شي. هر څوک حق لري چې خبرې وکړي او هر څه چې یې زړه وي هغه ووايي."

د یکشنبې د ورځې په مارش کې د نړۍ په لسګونو مشرانو هم برخه اخیستې وه چې په کښي د فلسطین مشر، د اسرایلو صدراعظم، د افریقايي هېوادونو مشران او د فرانسې جمهور رئیس هم شامل وو.

په عین حال کې د امریکا لوي څارنوال ایریک هولډر او د اروپايي اتحاد د کورنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ په پاریس کې د تروریزم پرضد په یوې جلا غونډه کې برخه واخیسته.

په پاریس کې سخت امنیتي تدابیر

د پاریس د مارش دپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او څو زره پولیس او پوځ د امنیت د تامین دپاره ځای پر ځای شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د پاریس تروریستي بریدونه د فرانسې په ورستیو کلونو کې تر ټولو بد بریدونه وو. دغو بریدونو اکثره کسان لکه ایدت ګوډین چې یوه ښوونکې ده، حک پک کړل.

هغه داسي وايي ،،زه په نړۍ کې د کرکې له شتون څخ پزي ته راغلې یم. زه هغه کسان چې د یوه بل څخه کرکه لري، نسم ځغملای. د بیان د آزادۍ پرته زه غواړم چې خلګ یو بل ومني او د یوه بل سره یو ځای ژوند وکړي که څه هم اختلافات ولري.،،

د اسلام څخه ویره

خو اکثره خلګو د اتحاد او پخلاینې پیغامونه نه ورکول. فرانکلین بولوټ وايي چې هغه د اسلام څخه ویریږي.

هغه داسي وايي "مسلمانان غواړي چې د فرانسې ټولنه ویجاړه کړي او دوي هڅه کوي چې د فرانسې خلګ ووژني."

د یادونې وړ ده چې فرانسوي چارواکي د نورو حملو د مخنیوي دپاره آماده ګي نیسي. په سلګونو فرانسویانو په منیځني ختیځ کې د جهاد کولو دپاره سیمې ته سفر کړی دی.

د تیرې اونۍ د دوو ورونو د جملې نه هم یو یې منځني ختیځ ته سفر کړی و. پولیس اوس هم په ۲۶ کلنې ښځې پسي ګرځي چې د یوه برید کونکي ملګرې وه. ریپوټونه وايي چې هغه ښايي دبرید نه مخکي د فرانسې څخه تښتېدلې وي او سوریې ته تللې وي.

XS
SM
MD
LG