د لاس رسي وړ اتصالات

په كندوز كې پخواني جهادي قوماندانان هم پارلمان ته كانديد دي


دغو پخواني جهادي قوماندانانو په تبليغاتي پاڼو كې د خپلې جهادي سابقې يادونه، نه ده كړى، يوشمير يې داسې جهادي قوماندانان دي چې اوس مهال يوازې د قومي مشرانو په توګه پاتي دي

له دغه ولايت څخه يو شمير هغه كانديدان چې لوړې تعليمي سويي لري وايي چې وسله والې ډلې كولاې شي په هر ډول په انتخاباتو كې درغلي وكړي، او كه دغه ډول خلك پارلمان ته كامياب شي راتلونكې پارلمان به د خلكو په درد دوا نه شي، خو هغه جهادي قوماندانان چې ځانونه يې كانديد كړي دي بيا وايي چې خلك ضرورت لري چې پارلمان ته خپل مشهور جهادي قوماندانان د خپلو رايو د استعمال له لارې وليږي، تر څو د خلكو غوښتنې پوره شي او دهغوي ستونزې مطرح كړي.

پارلمان ته يو تن كانديد انجينر كمال وايي چې يو شمير كانديدان په ځينو سيمو كې له پخوا څخه واك لري او كولاې شي په زور له خلكو څخه رايي واخلي هغه وايي : (( ځينې كانديدان په ځينو سيمو كې بشپړ واك لري، دوي د ژوند په بيلابيلو وختونو كې ځانونه پر خلكو مطرح كړي دي، دوي كولاې شي په زور سره له بسته قوم څخه رايه واخلي دا د هغوي لپاره هيڅ ستونزه نه ده)).

د پارلماني انتخاباتو يو بل كانديد برات محمد عمر خيل بيا وايي چې پارلمان ته بايد داسې څوك لار پيدا كړي چې لوستي وي او په قانون پوه شي، هغه وايي چې يو شمير قوماندانان په زور سره پر خلكو حاكم دي او له دې لارې كولاې شي پارلمان ته لار پيدا كړي، برات محمد عمر خيل وايي: (( په كندوز كې د ناامنيو يو علت د وسله والو ډلو شتون دى، او دوسلو له لارې يې پر خلكو ځانونه حاكم كړي وو، دوي كوشش كوي چې د زور او درغلۍ له لارې پارلمان ته لاړ شي، پارلمان د قانون جوړونې ځاى دى، خو كله چې وسله وال پارلمان ته لار پيدا كوي دا به په پارلمان باندې ډير منفي اغيز ولري)).

خو يوتن پخوانى جهادي قوماندان او پارلمان ته كانديد اسدالله عمرخيل بيا جهادي قوماندانان په دوه ډلو ويشي، يو هغه قوماندانان دي چې اسلامي شعايرو او جهادي اصولو ته ژمن پاتي شوي، او بل هغه جهادي قوماندانان دي چې د جهاد له نامه څخه يې ناوړه ګټه اخيستې، اسدالله عمر خيل وايي چې خلك ضرورت لري چې خپل جهادي قوماندانان پارلمان ته وليږي ترڅو د خلكو ارمان پوره شي، هغه وايي : (( جهادي شخصيتونه هم په كافي اندازه كانديد دي، هغه ډله خلك هم شته چې د جهاد په اصولوبرابر دي او داسې هم شته چې د جهاد له نامه څخه يې ناوړه ګټه اخيستې او داسې كسان هم شته چې په نورو سازمانونو پورې تړاو لري، د جهادي خلكو شتون په دغه قانوني مركز كې ضرور دى هغو خلكو چې د الله د رضا لپاره جهاد كړى د هغوي سره ددغې ازادۍ او دخلكو د سوكالتيا فكر شته، او دخلكو توقع هم له دغو خلكو څخه دي چې د اسلام د پرمختګ لپاره يې زيار ويستلې، نو په پارلمان كې هم د جهادي خلكو شتون ضروري دى او دخلكو توقع هم همدغو خلكو ته ده)).

خو د كندوز د ښار اوسيدونكي بيا وايي چې هغه جهادي خلك چې د خلكو په زورولو كې لاس نه لري او له هغه وخته چې خپل منځي جنګونه پيل شوي وسلې يې په ځمكه ايښي كيداى شي دخلكو د سوكالتيا فكر ورسره وي خو يو شمير نور بيا ددې لياقت نه لري چې پارلمان ته لاړ شي، د كندوز يو تن اوسيدونكى داسې وايي : (( دغه قواندانان مخكې هم په زور كامياب شوي وو او اوس هم كيداى شي له دغې لارې كار وكړي، خو اوس دغه خلك د پيسو له لارې د خلكو رايي اخلي، مونږ داسې يو چاته ضرورت لرو چې پارلمان ته يې وليږو چې د خلكو د خدمت فكر ولري )).

په كندوز كې اوه اتيا كسه پارلماني انتخاباتو ته كانديد دي چې له ډلې څخه يې دولس تنه ښځې دي، له دغو اوه اتيا كسانو څخه به نهه تنه پارلمان ته لار مومي چې دوه تنه به په كې ميرمنې وي.

XS
SM
MD
LG