د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرگې د انتخاباتو نتیجې اعلان شوې


د ولسي جرگې د انتخاباتو نتیجې اعلان شوې
د ولسي جرگې د انتخاباتو نتیجې اعلان شوې

د افغانستان دانتخاباتو کمېسون په استثنا د ېوه ولاېت نه، دافغانستان دنورو ټولو ولاېتونو لپاره سږکال دپارلمانی انتخاباتو وروستئ نتېجی اعلان کړی دي.

د انتخاباتو ازاد کمېسون نن اعلان وکړ چې دغزنی په نا ارامه ولاېت کې دېو لړ ستونزو او مشکلاتو له کبله به د پارلمانی انتخاباتو نتېجی وروسته معلومېږی.

ټاکل شوی وه چې د پارلمانی انتخاباتو وروستئ نتېجی د اکټوبر ترپای پوری اعلان شوی واې خو دراېې گېرئ په وخت دټگئ او برگئ په اړه د زرگونو شکاېتونو په باب د تحقېقاتو په وجه ېې اعلانول وځنډېدل .

د انتخاباتو کمېسون نن ووېل چې د دوکې او درغلئ له امله د ٣ تنه نورو برېالی شوو کاندېدانو نومونه هم دلست نه غورځول شوی دي، چې په دې ترتېب مجموعی شمېر ېې ٢۴ تنو ته رسېږی. دانتخاباتو کمېسون تقرېبا دپنځه عشارېه شپږ مېلونو راېو دجملی ېې درېمه برخه راېې باطلی کړی دي.

د امرېکا حکومت دانتخاباتو دکمېسون د اعلان هرکلی کړی دی.په کابل کی دامرېکا سفارت واېې چې د ټگیواو درغلېمو باوجود ، د افغانستان د انتخاباتود کمېسون مامورانو دېوې اعتباری پروسې د پېاوړتېا لپاره ډېر کار وکړ.

خو نن هغو کاندېدانو په کابل کی مظاهره وکړه چې نومونه ېې دلست نه غورځېدلی دي.هغوئ الزام ېې لگوی چې دانتخاباتو د کمېسون په کار کې ډېره گډوډئ وه.

دانتخاباتو دکمېسون رېس فضل احمد معنوی نن ووېل چې دوهم ځلی راېې گېری به ونه شی مگر دا خبره ېې ونه کړه چې دغزنی د ولاېت په اړه به څه فېصله کوی. دافغانستان دحکو مت ېوه مخالف مشرعبداله عبداله تور ولگوه کوم کاندېدان چې دهغه ملگرتېا کوی په پارلمانی انتخاباتو کی ېې ٩٠ فېصده راېې گټلی دي.

هغه ووې لچې اوس به مونږ وکولی شو چې په پارلمان کې دښاغلي حامد کرزي په حکومت باندی خپل فشار زېات کړو. کله چې په سپټامبر کی د افغانستان دپارلمان د٢۴٩ څوکېو لپاره انتخابا شروع شول نو لوېدېز قدرتوننه ورته ډېرمتوجه ؤ او غوښتل ېې معلومه کړی چې اېا ښاغلي کرزی د زړه نه غواړی چې دحکومت نه رشوت خوری او اختلاس لری کړی او که نه، ځکه چه پروسږکال دجمهوری رېاست په انتخاباتو کی د زېاتی گډوډئ او ټگئ برگئ الزامونه لگول شوی ؤ.

XS
SM
MD
LG