د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د پاکستان سره اختلاف د حقانې د شبکې په سر دی


پاکستان وايي چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې یې په پاکستان کې د حقاني شبکه له منځه وړې ده.
پاکستان وايي چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې یې په پاکستان کې د حقاني شبکه له منځه وړې ده.

د افغانستان حکومت وايي چې د پاکستان سره یې «د نظر ستر اختلاف» په پاکستان کې د تروریستي ډلو په تیره بیا د حقانې د شبکې د «شتون څرنګوالی» دی.

د افغانستان حکومت د سې شنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د سلاکار دا خبره رد کړه چې وايي په پاکستان کې په پوځي عملیاتو کې د حقاني شبکه له منځه وړل شوې ده.

په هغه خبرپاڼې کې چې له ارګه خپره شوې ده ویل شوي دي چې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار څرګندونې چې ویلي یې دي چې د پاکستان په پوځي عملیاتو کې د حقانې شبکه له منځه تللي ده «د پاکستاني مقاماتو د یوې لسیزې مخکې د ادعاوو تکرار دی.»

به خبرپاڼې کې راغلي دي چې افغانستان «کافي مدارک» لري چې ښيي د حقانې د شبکې په شمول تروریستي ډلې په پاکستان کې فعالیت کوي او د افغانستان حکومت دغه مدارک پاکستان ته سپارلي دي چې د دغو ډلو په خلاف اقدامات وکړي.

د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار ښاغلي عزیز وویل چې په پاکستان کې د حقانې د ډلې بنسټ له منځه تللی، خو دغه ډله بیا د هغه په وینا په افغانستان کې قوې ده. هغه وویل چې په شمالي وزیرستان کې، چیري چې ویل کیږي د حقانه شبکه مرکزونه لري، د پاکستان د پوځ عملیات کامیاب وو.

ښاغلي عزیز وویل چې «د حقیقي نتایجو په حساب، ښکاره ده، په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې نتایج ډیر مثبت دي او عملیات دا دی نږدې دي پای ته رسیږي.»

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امینت سلاکارې سوسن رایس، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د تروریزم په خلاف د پاکستان د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر ویلي دي چې د طالبانو او حقانې شبکې د بریدونو د ګواښونو په مقابل کې دوه چنده مبارزه پکار ده.

XS
SM
MD
LG