په چین کې د امریکا سفارت د بیجینګ د ښار په ځینو سیمو کې د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا سفارت ویلي دي چې د بیجینک د ښار د سانلیتون په سیمه کې د کرسمیس د لمانځلو په وخت کې احتمالي خطر موجود دی.
په دې اړه سمدستې نور تفصیلات نه دې ورکړه شوي خو د بیجینګ د ښار د سانلیتون په سیمه کې په لسګونو پولیس چې ټوپک ورسره دي ځای پرځای شوي دي.
د بیجنیګ د ښار دغي سیمې ته بهرنیان ځي او راځي. په دغه سیمه کې د نړیوالو موادو دوکانونه او شراب خانې هم موقعیت لري.
په بیجینګ کې د امریکا سفارت ته غځیدلي لارې هم د ټرافیک په مخ بندې وي.د امریکا سفارت په بیجینګ کې خپلو اتباعو ته ویلي دي چې احتیاط دې وکړي.
د بریتانیې، فرانسې او نورو هیوادونو سفارتونو هم ویلي دي چې د غربیانو په خلاف د احتمالي ګواښونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي او خپلو اتباعو ته یې خبرداری ورکړی دی.
په بیجینګ کې پولیسو ویلي دي چې د کریسمس په موسم کې یې د لویو مارکیټونو او بازارونو لپارهد ګواښونو کچه «ژړې» درجې ته لوړه کړې ده.
د چین د رسمي خبرې آژانس سینهوا له قوله د ګواښونو کچه څلور درجې لري چې ژړه یې دوهمه درجه ده. د ژړ نه مخکې زرغونه درجه ده او د ژړ نه وروسته نارنجي او سره درجه راځي.
د دغه خبرې آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې «د حکومتي تدابیرو د مقراراتو په اساس د دې معنی دا ده چې په لویو مارکیټونو او بازارونو کې ۶۰ فیصده امنیتي ساتونکي باید چې د مشکوکو کسانو، موادو او موټرو تلاشي وکړي.»