د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد: بریتانیه دې د وتلو مذاکرات ژر پیل کړي


د اروپايي اتحاد د شپږو مؤسسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ غونډه وکړه.
د اروپايي اتحاد د شپږو مؤسسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ غونډه وکړه.

د جرمني صدراعظمه وايي په بریتانیې به فشار را نه وړي چې په لنډ وخت کې د اروپايي اتحاد نه د وتلو کارونه بشپړ کړي.

انګیلا میرکل په یو خبرې کنفرانس کې پرون وویل: «که صادقانه ووایم، دا باید ډیر وخت و نه نیسي، دا حقیقت دی، خو زه به اوس په دې خبرې ټینګه نه شم چې په لنډ وخت کې دې دا کار وشي.»

هغې وویل چې د اروپايي اتحاد نه د بریتانیا د وتلو کار به په ښه فضا کې ترسره شي. هغې دا خبره هم کړې ده چې بریتانیا به د اروپايي اتحاد نږدې ملګری پاته شي.

خو د میرکل د خبرو نه مخکې، د اروپايي اتحاد د شپږو مؤسسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په برلین کې غونډه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د اروپايي اتحاد نه دې د بریتانیې د وتلو په اړه مذاکرات هرڅه ژرتره پیل شي.

د اروپايي اتحاد د شپږو مؤسسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران
د اروپايي اتحاد د شپږو مؤسسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والرټر شتاینمایر وویل: «موږ باید اوس دا فرصت ولرو چې اروپا ته او د اروپا راتلونکي ته پاملرنه وکړو. مانا دا چې، د بریتانیې د تصمیم وروسته، د بریتانیې د وتلو په اړه مذاکرات باید چې هرڅه ژر چې وي پيل شي.»

د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر ویلي دي چې «عجله پکار ده. . . تر څو د سیاسي عواقبو او اقتصادي عواقبو په اړه ناڅرګند حالت ختم شي.»

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون، چې ویلي یې دي چې د اکتوبر په میاشت کې به استعفی ورکوي، د سې شنبې په ورځ بروکسل ته ځي.

د شنبې په ورځ په اروپايي اجرائیه کمیسیون کې د بریتانيې استازي جانتن هیل استعفی ورکړه. هغه ویلي دي چې د ریفرینډم نتایجو مایوسه کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ به بریتانیې نه بغیر د اروپايي اتحاد ۲۷ غړي هیوادونه غونډه وکړي.

په بریتانیې کې د پنجشنبې په ورځ د اروپايي اتحاد نه د وتلو او یا نه وتلو په سر ریفرینډم وشو. په ریفرینډم کې ۵۲ فیصدو خلګو رایه ورکړه چې بریتانیه دې د اروپايي اتحاد نه وځي.

په بریتانیې کې د پنجشنبې په ورځ ریفرنډم وشو
په بریتانیې کې د پنجشنبې په ورځ ریفرنډم وشو

بریتانیه د ۴۳ کلنو راهیسې د دغه اتحاد غړی و. په اروپايي اتحاد کې د بریتانیې نه بغیر ۲۷ نور هیوادونه غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG