د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د ترکیې څلور عسکر ټپيان شوي


خبرې منابعو رپوټ ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د پوځ په اډې راکټي برید څو ساعتونو دوام وکړ.
خبرې منابعو رپوټ ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د پوځ په اډې راکټي برید څو ساعتونو دوام وکړ.

ترکي چارواکو ویلي دي چې د عراق په شمال کې يې څلور عسکر زخمیان شوي دي.

ترکیې ویلي دي چې دغه عسکر هغه مهال زخميان شول چې د عراق په شمال کې د ترکیې په پوځي اډې کې راکټونه ولګیدل.

د عراق په شمال کې ترکي پوځ هغو عراقي عسکرو ته روزنه ورکوي چې د داعش خلاف جنګیږي.

غربي رسنیو ویلي دي چې راکټونه د موصل د ښار د نږدې سیمې څخه، چې د داعش په لاس کې دي، توغول شوي وو.

یوه ترکي چارواکي هم ویلي دي چې راکټونه د داعش د ولکې لاندې سیمې څخه ویشتل شوي وو.

خبرې منابعو رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې د پوځ په اډې باندې راکټي برید د څو ساعتونو لپاره دوام وکړ او ترکي قواوو هم د برید ځواب ورکاوه.

د ترکیې څخه د الوتکو ایستل

د امریکا پوځ وايي چې په لسګونو جنګي الوتکي به د ترکیې څخه بیرته بریتانیې ته خپلې هوايي اډې ته استوي.

دغه الوتکې د نومبر په میاشتې کې د ترکیې د انجرلیک هوايي اډې ته استول شوي وي تر څو په سوریې او عراق کې هوايي بریدونه وکړي، کشفي ماموریتونه ترسره کړي او د ترکیې د حکومت سره په دفاعي چارو کې مرسته وکړي.

د امریکا د پوځ د اروپا د برخې قوماندانۍ پرون د چهارشنبې په ورځ دغه اعلان وکړ.

د اعلان نه یوه ورځ مخکې، د امریکا د دفاع وزیر کارټر ترکیې ته سفر کړی و.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې الوتکې ترکیې ته د لنډې مودې لپاره استول شوي وي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې په بریتانیې کې خپلې اډې ته د دغو الوتکو بیرته استول باید داسې و نه انګیرل شي چې ګوندي امریکا د ترکیې سره په خپلو ژمنو او یا هم د داعش خلاف په جګړې کې کوم تغیر راوړی دی.

XS
SM
MD
LG