د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې د ځنګل کمپ وتړل شو


د ځنګل په کمپ کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان اوسیدل
د ځنګل په کمپ کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان اوسیدل

فرانسوي چارواکي وايي چې د ځنګل د کمپ نه یې ټول مهاجر ایستلي او د فرانسې نورو سیمو ته یې انتقال کړي دي.

د ځنګل په کمپ کې په زرګونو مهاجر پراته وو. دغو مهاجرو غوښتل چې د فرانسې له لارې ځانونه بریتانیې ته ورسوي.

د کمپ نه د مهاجرینو د ایستلو کار هغه مهال ګړندی شو چې ځینو مهاجرو په کمپ کې دننه د اعتراض په توګه د اوسیدو ځینو ځایونو ته اور واچاوه.

د ځنګل کمپ د فرانسې په لویدیځ کې پروت دی چیري چې په زرګونو مهاجرو ځانونه دغه ځای ته رسولي وو چې د دغه ځای نه بیا بریتانیې ته ولاړ شي.

فرانسې دغه مهاجر د فرانسې بیلابیلو ځایونو ته استولي دي چې هلته ورته سرپناه برابره کړي او ورسره مرسته وکړي چې ځنګه سیاسي پناه واخلي او په اروپا کې پاته شي.

فرانسې ویلي دي چې د دغو مهاجرینو غوښتنلیکونه به کتل کیږي، د ملګروملتونو او اروپايي اتحادیې د اصول په اساس به ارزول کیږي او بیا به په اروپايي هیوادونو کې د پاته کیدو اجازه ورکول کیږي.

د ځنګل په کمپ کې د تیرو څو کلنو راهیسې د افغانستان په شمول د یو شمیر جګړه ځپلو هیوادونو په زرګونو کسانو، چې سرنوشت یې معلوم نه و، پراته وو.

د فرانسې چارواکو ویلي وو چې په ځنګل کې شپږ زره کسان پراته وو. خو، خیره مؤسسو بیا ویلي دي چې په دغه کمپ کې اته زره کسانو ژوند کاوه چې ۱۲۰۰ یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG