د لاس رسي وړ اتصالات

یونان په وخت پورونه ادا نه کړای شول


د سې شنبې په ورځ د یونان بانکونه تړلي وو او د بانک د ماشین نه یوازې د ۶۰ یورو د ایستول اجازه وه.
د سې شنبې په ورځ د یونان بانکونه تړلي وو او د بانک د ماشین نه یوازې د ۶۰ یورو د ایستول اجازه وه.

یونان نړۍ وال وجهې صندوق ته خپل ١،٨ ملیارډ ډالرو پور ادا نه کړی شوای او له دې کبله رسما د پورونو په اداکولو کې پاته راغلی دی.

یونان لومړی لوی پرمختللی اقتصاد لرونکی هیواد دی چې د خپل پور په اداکولو کې ناکامه شوی دی.

د اروپا د مالیې وزیرانو د سه شنبې په ورځ فیصله وکړه چې یونان ته به د پورونو پروگرام تمدیدنه کړي.

که چیري د پورونو پروګرام تمدید شوی وای نو دغه به یونان ته د دې توان ورکړی وای چې پور ورکونکو هیوادونو ته خپل تعهدات ترسره کړي.

د اروپايي اتحادیې د مالیې وزیران په پلان کې لري چې د چهارشنبې به ورځ هم غونډه وکړي، خو د هالنډ د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې «دا به لیونتوب وي چې پروګرام دې تمدید شي.»

یونان اوس هیله من دی چې نړیوال وجهې صندوق به ورسره موافقه وکړي چې پورونو مهلت یې وغځیږي.

د پورونو په اداکولو کې د یونان ناکامي د دې معنی لري چې یونان به د یورو د سیمي د هیوادونو نه ووځي او دا کار به د اروپا مارکېټونه ولړزوي.

د سې شنبې په ورځ د یونان بانکونه تړلي وو او د هغه هیواد د اسهامو بازار هم بند و.

په تیرو پنځو کلنو کې یونان ډیر پوړوړی شوی دی. خو د یونان حکومت بیا د دې سره مخالفت کوي چې د اروپايي اتحادیې غوښتنې چې وايي سخت مالیې اصلاحات دې عملي کړي ومني.

د یونان حکومت وايي چې اوس یې هم وګړي د لګښتونو د کمولو او مالیې د ډیرولو له امله کړیدلي دي او د ژوند معیارونه یې راکښته شوي دي

XS
SM
MD
LG