د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان صدراعظم: د پور ورکونکو پلان ته د «نه» رایه ورکوو


د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس
د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس

د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس د یونان د خلګو نه غوښتي چې د یکشنبې د ورځې په ریفرنډم کې دې د «نه» رایه ورکړي.

د یکشنبې د ورځې ریفرنډم د دې لپاره کیږي چې آیا د یونان خلګ د پورورکونکو هیوادونو پلان مني چې وايي د نورو پورونو د ورکولو په بدل کې د یونان نه غواړي چې سخت مالي اصلاحات راولي.

خو یونان، چې په پورونو کې غرق دی، د چهارشنبې په ورځ د پور ورکونکو هیوادونو غوښتنو ته چې د زیاتې سپما په اړه یې لري، یو څه امتیازات وړاندې کړې دي.

اروپایي مشران په دې اړه بحثونه کوي چې د پورورکونکو ملکونو د پلان په خلاف به د یونان رایه د دې سبب شي چې هغه هیواد د یورو د سیکې د ١٩ هیوادونو د سیمي نه ووځي، خو د یونان صدراعظم ښاغلی سیپراس دا دلیل رد کړی دی.

هغه ویلي دي چې « د (نه) رایه د یوې ښې موافقې د پاره یو قاطع اقدام دی او موږ غواړو دا موافقه د ریفرنډم د نتیجې د معلومیدلو نه وروسته لاسلیک کړو.»

ښاغلي سیپراس ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د «نه» رایه د اروپا څخه د وتلو معنا نه لري.

د جرمني صدراعظمې انگیلا میرکل هم ویلي دي چې د ریفرنډم نتیجې ته انتظار باسي او د دې نتیجې د معلومیدلو نه مخکې به یونان ته نورې پیسې په پور ورنه کړي.

د جرمني صدراعظمې دا نظر رد کړ چې د یونان مالي بحران به د یورو د سیکې د سیمي د سقوط سبب شي.

یونان و نه کړای شوای چې د پيسو نړیوال وجهې صندوق ته د سې شنبې د ورځې تر پایه خپل ۱.۸ میلیارډ ډالره پور ادا کړي.

د سې شنبې ورځ د یونان لپاره د پور د ورکولو مهلت ټاکل شوی و. دغه بیا د دې سبب شو چې اروپا نور د یونان سره مالي مرستې و نه کړي.

XS
SM
MD
LG