د ایران د استخباراتو وزیر محمود علوي وایي د اسلامي دولت ډله یا داعش د سوریې د راقې په ښار کې د ایران په خلاف دسیسې جوړوي.
علوي ویلي دي چې داعش څو ځله هڅه کړیده چې د هغه په قول تروریستان ایران ته ولیږي.
د رویټرز خبرې آژانس رپوټ ورکړی دی چې د ایران د استخباراتو وزیر د لبنان د یوه تلویزیون سره په مرکې کې ویلي دي که چیرته دغه هیواد په سوریه او عراق کې د ترویستي ډلو په خلاف جګړه نه وای کړې، نن به یې دغه جګړه دننه په ایران کې وای.
محمود علوي وایي ایران د سوریې په جګړې کې د خپلو ملي امنیت د ګټو د ساتلو په خاطر ورګډ شویدی.
ایران څه موده وړاندې دا ومنله چې د خپل وسله وال پوځ ځیني غړي یې سوریې ته لیږلي دي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره په جګړې کې د جمهور رئیس بشارالاسد په ملاتړ جګړه وکړي.
ویل کیږي چې د ایران پوځیان په عراق کې هم د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په جګړې کې ښکیل دي.
د ایران پوځ او سپاه پاسداران انقلاب دواړو خپل کسان سوریې ته استولي دي. ویل کیږي چې ایراني عسکر په عراق کې هم د داعش خلاف جنګیږي.
علوي لبناني تلویزیون ته ویلي دي چې «په سوریې کې رقه هغه ځای دی چې داعش پکښې د ایران خلاف دسیسې جوړوي.
د سوریې د رقې ښار هغه ځای دی چې د اسلامي دولت ډله یا داعش یې خپل پایتخت ګني.