د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې خبریالانو ته سخت خبرداری ورکړل شوی


آرشیف
آرشیف

په ایران کې په سلګونو خبریالانو ته، په یو ټلیفوني پيغام کې، خبرداری ورکړل شوی دی چې د ایران نه دباندې دې د «دښمنو» ادارو سره اړیکې نه ساتي.

د ایران رسنیو ویلي دي چې ۷۰۰ ژورنالستانو او مخورو کسانو ته دغه پیغام د جمعې په ورځ استول شوی دی.

دا نه ده معلومه چې دغه ټلیفوني پیغام چا استولی دی. ټولو ژورنالستانو ته استول شوی پيغام یو ډول دی.

په پیغام کې ویل شوي دي چې «د ملک نه دباندې د ټولو دښمنو عناصرو سره خپله همکاري او تماسونه وشکوئ، که هغه د ایمیل له لارې وي او که د ارتباطاتو د نورو لارو وي. دغه یو جنایت دی چې عدالت ته به راجع شي.»

په پیغام کې ویل شوي دي چې دا «آخري خبرداری» دی.

ایران د ملک نه دباندې د هغو رسنیو سره چې په فارسي ژبه نشرات کوي په تماس نیولو باندې بندیز لګول شوی دی. په دغو رسنیو کې د امریکا غږ او بي بي سي د فارسي ژبې څانګې هم راځي.

ایران پخوا یو شمیر خبریالان په دې تور نیولي وو چې د بهرنیو رسنیو سره یې همکاري کوله.

د اپریل په میاشت کې، هغه څلورو خبریالانو ته د پنڅو کلنو نه تر ۱۰ کلنو پورې د بند سزا واورول شوه چې د نومبر په میاشتې کې نیول شوي وو.

په دغو خبریالانو باندې تورونه لګول شوی وو چې د خارجي حکومتونو سره یې د همکارۍ له وجې د ایران «ملي امنیت» ته ګواښ متوجه کړی و.

XS
SM
MD
LG