د لاس رسي وړ اتصالات

تمه ده اصلاح غوښتونکي د تهران ټولې ٣٠ پارلماني څوکۍ وگټی


د ایران د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو یوه صحنه
د ایران د ٢٠١٦ کال د انتخاباتو یوه صحنه

اټکل کېږي چی د ایران په درې مهمو سیاسي ډلو – اصلاح غوښتونکيو، محافظه کارانو، او سخت دریځو کې ېوه هم په پارلمان کې غوڅ اکثریت ونه گټي.

د ایران دولتي تلویزیون نن د یکشنبی په ورځ وویل تمه ده اصلاح غوښتونکي د تهران ټولې ٣٠ څوکۍڅوکۍ وگټی او د پلازمېنې تهران د رایو په سلو کې شپېته شمېرل شوې دي.

هغه ابتدايي نتایج چې نن د یکشنبی په ورځ اعلان شول، څرگندوي چی د ایران اصلاح غوښتونکیو د تهران په ٣٠ پارلماني څوکیو کې ټولې گټلې دي. رپوټ وايي دا سخت دریځوته له شرم نه ډکه ماتې ده.

دا ټاکنې د تېرکال د اټومي توافق نه وروسته اولنۍ ټاکنې دي، او داسې ښکاري چی منځلاري سیاستوال ېې په ټول هېواد کې له تېرې یوې لسېزې راهېسې مخکې کړل.

اصلاح غوښتونکي او منځلاري، د غربي هیوادونو سره د مذاکراتو ، اقتصادي او سیاسي اړیکو د لرلو طرفدار دي.

په عین وخت کې، د ایران جمهوررئیس حسن روحاني او پخوانی جمهوررئیس اکبر هاشمي رفسنجاني د خبرګانو د مجلس په انتخاباتو کې ترنورو مخکې دي.

د خبرګانو د مجلس وظیفه دا ده چې د ایران د ستر مذهبي مشر په کارونو باندې څارنه کوي او د دې صلاحیت لري چې نوی مذهبي مشر وټاکي.

پرون د ایران جمهوررئیس روحاني د ایران د دولتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې انتخابات به حکومت ته لا ډیر اعتبار او قدرت ور په برخه کړي.

روحاني د ایران خبرې دولتي آژانس ایرنا ته ویلي دي «رقابت پای ته ورسید. اوس یې وخت دي چې د ایران د اقتصادي انکشاف لپاره نوی فصل پرانستل شي چې په داخلي قابلیتونو او نړیوالو فرصتونو باندې ولاړ وي.»

د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار
د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار

دایران د ولسمشر مرستیالې معصومه ابتکار چی خپله ېې هم رایه ورکړله په انتخاباتو کې ېې دخلکو د ډېر گډون ستاینه وکړله.

د دایران د ولسمشر مرستیالهمعصومه ابتکار وايي" دا یوه ښکاره نښه ده چی د ایران خلک په سیاسي صحنه کې حآضر دي، او هغوی په هېواد کېپه دیموکراتیک بهېر عقیده لري. هغوی په ټاکنو کې برخه اخلي چی پر پالیسیو هغه راز اغېزې وکړي او هغه لوري ته ېې بوزی چی دوی پری عقیده لري".

اغلې ابتکار زیاته کړله چی دابهېر به دولسمشر حسن روحاني حکومت پېاوړی کړي.

ددغو انتخاباتو نتایج به د جمهوررئیس حسن روحاني د منځلارو اېتلاف نور هم پیاوړی کړي، ځکه هغه د سخت دریځو په مقابل کې د منځلارو او اصلاح غوښتونکیو په ملاتړ ولاړ دی. خو دا اټکل هم کېږي چی د ایران په درې مهمو سیاسي ډلو – اصلاح غوښتونکيو، محافظه کارانو، او سخت دریځو کې به ېوه ډله هم د ایران د پارلمان په ٢٩٠ څوکیو کې غوڅ اکثریت ونه گټي.

د پارلماني انتخاباتو اخري نتایج به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG