د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د فلوجې د ښاروالۍ ودانۍ ونیوله


عراقي ځواکونه نن سهار فلوجې ته ننوتل او د لږ مقاومت سره مخ شول
عراقي ځواکونه نن سهار فلوجې ته ننوتل او د لږ مقاومت سره مخ شول

عراقي ځواکونه د جمعې د ورځې د سهار په ۶:۰۰ بجو د فلوجې ښار ته داخل شول او د ښاروالي ودانۍ تعمیر یې ونیوی.

د یوې میاشتې راهیسې کیږي چې عراقي ځواکونه د فلوجې د نیولو لپاره د داعش خلاف جنګیږي.

عراقي ځواکونه چې د امریکا هوايي ملاتړ ورسره دی په دې قادر شوي دي چې داعش د فلوجې د ښار د مرکزي سیمې نه وباسي.

د عراق د فدرالي پولیسو رئیس وویل چې په فلوجه کې، چې د داعش قوی مرکز ګنل کیږي، د عراقي قواوو پرمختګ د ائتلافي قواوو لپاره بریا ګنل کیږي.

هغه زیاته کړه چې «د دولتي ودانۍ آزادول، چې په دغه ښار کې یوه مهمه ودانۍ ده، [په فلوجه کې] د عراق د دولت د حاکمیت د بیرته اعاده کولو سمبول ګنل کیږي.»

داعش په ۲۰۱۴ کال کې فلوجه ونیوله، خو د تیرې میاشتې راهیسې د دغه ښار د نیولو لپاره عراقي څواکونو لوی عملیات پيل کړي دي.

اوس د عراقي څواکونو د دغه ښار نیمایي نیولی دی.

په وروستي تعرضي عملیاتو کې عراقي ځواکونه د سهار په ۶:۰۰ بجو ښار ته ننوتل او د داعش د کم مقاومت سره مخامخ شول.

د عراق د پوځ جنرال عبدالوهاب السعدي وویل «داعش په لوی شمیر کې د غرب خوا ته وتښتیدل چې دا ښيي چې مقاومت یې نه دی کړی. یوازې د دوې کم شمیر پاته دی او موږ یې ورپسې یو.»

د عراق د امنیتي چارواکو له قوله، دغه اونۍ د تعرضي عملیاتو نه مخکې، د داعش یو شمیر وسله وال، د ملکیانو په ډلو کې، د دغه ښار نه وتښتیدل.

XS
SM
MD
LG