د لاس رسي وړ اتصالات

په جاپان کې لادرکه ماشوم پيدا شو


جاپانی ماشوم د شپږو ورځو راهیسې لادرکه و
جاپانی ماشوم د شپږو ورځو راهیسې لادرکه و

په جاپان کې هغه اوه کلن ماشوم چې پلار او مور یې د شنبې په ورځ په یوه ځنګله کې خوشي کړی و پیدا شوی دی.

د جمعې په ورځ په تصادفي توګه یو عسکر یاماتو تانووکا په یوې تشه پوځي اډې کې وموند. جالبه دا ده چې دغه عسکر د ژغورنې په کارکوونکو کې شامل نه و چې د دغه ماشوم پسې ګرځیدل.

چارواکي وايي د ماشوم وضعیت ښه دی. یاماتو چارواکو ته ویلي دي چې د هغه ځای نه چې مور او پلار یې هغه خوشي کړی و څو کیلومتره مزل وکړ او دغه تشې اډې ته یې، چې څوک پکښې نه و، ځان ورساوه.

ماشوم ویلي دي چې د اډې دروازې خلاصي وي او د اوبو یو نل په ودانۍ کې و. هغه زیاته کړې ده چې په اډې کې د اوبو نه بغیر د خوراک هیڅ هم نه و.

د یاماتو پلار ویلي دي چې د شنبې په ورځ یې خپل زوی د دې لپاره په ځنګله کې خوشي کړی و چې بد سلوک یې کوی او خلګ او موټر یې په کاڼو ویشتل.

خو د یاماتو پلار او مور د دې نه مخکې ویلي و چې زوی یې ورک شویدی.

کله چې د یاماتو پلار او مور څو دقیقې وروسته ځنګله ته تللي وو نو خپل زوی یې نه و موندلی.

د یاماتو پلار د خپل زوی نه د هغه د یوازې پریښودو پخاطر معذرت غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG