د لاس رسي وړ اتصالات

په کاناډا کې یوه افغاني الاصله وزیره شوه


مریم منصف
مریم منصف

مریم منصف، چې یوه افغاني الاصله کاناډایۍ ده، د کاناډا د نوي حکومت په کابینې کې د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

آغلې منصف چې د کاناډا د لیبرل ګوند غړې ده، د تیرې عیسوي میاشتې په انتخاباتو کې د پارلمان څوکۍ وګټله.

په کاناډا کې جسټن ټروډو د نوي صدراعظم په توګه پرون لوړه وکړه. په دې سره په کاناډا کې د محافظه کارانو لس کلنه واکمنۍ ختمه شوه.

د لیبرال ګوند غړی جسټن ټروډو ۴٣ کلن دی. د هغه ګوند د تیرې عیسوي میاشتې په پارلماني انتخاباتو کې ١٨۴ څوکۍ وګټلي.

لیبرال ګوند د پخواني صدراعظم سټیفن هارپر محافظه کاره ګوند ته، چې یوازې یې ٩٩ څوکۍ وګتلي، ماته ورکړه.

د کاناډا د حکومت نوې کابینه ٣٠ غړي لري چې ١٥ یې ښځې دي.

د لوړې د مراسمو نه وروسته کله چې د ښاغلي ټروډو څخه یو خبریال پوښتنه وکړه چې په کابینې کې د ښځو او نارینو ترمنځ توازن ولې مهم دی، نو هغه یې په ځواب کې وویل دا «ځکه چې دا ٢٠١٥ کال دی.»

د ټروډو په کابینې کې زیاتره وزیران د ٣٥ نه نیولې تر ٥٠ کلنو عمرونه لري. نوې کابینې لوړه په دواړو انګریزي او فرانسوي ژبو وکړه.

په نوې کابینې کې افغاني الاصله مریم منصف د دیموکراتیکو بنسټونو، او د کاناډا په انتخاباتي نظام د غور کولو او بدلولو وزیره ده.

مریم منصف د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې د خپلې کورنۍ سره یو ځای د افغانستان نه مهاجره شوې او کاناډا ته تللې ده.

XS
SM
MD
LG